غزني ښار(پژواک ۷ مرغومی ۹۲) :د غزني د ملکي هوايي ډګر له پرانيستل کېدو سره د مرغومي په اوومه د خصوصي هوايي شرکت لومړۍ الوتکه په کې کيناسته .
د غزني د هوايي ډګر د پرانيستلو په مراسمو کې والي موسى خان اکبرزاده، له کابل څخه راغلو چارواکو او ددې ولايت يو شمېر مسوولينو برخه اخيستې وه.
د غزني والي د هوايي ډګر دپرانېستې پر مهال خوښي وښوده، چې د لومړي ځل لپاره دې ولايت ته ملکي الوتنې پيل شوې.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د هوايې ډګر پروژه د۲۰۱۳ کال له پروژوڅخه، چې غزني په کې داسلامې هېوادونو د پلازمېنې په توګه اعلان شوى و، يو له مهمو پروژو څخه ده.
د والي په وينا، له دې وروسته دغزني ولايت د خلکوپه ګډون د نورو ګاونډيو ولايتونو خلک هم کولای شي، چې له دې لارې کابل او نورو ولايتونوته سفرونه وکړي
دغه راز هغه زياته کړه،چې ددې ولايت اوګاوڼديو ولايتونو سوداګر کولى شي،چې د سوداګريزو توکو په لېږد او راليږد کې له دې هوايي ډګر څخه ګته واخلي.
موسى خان اکبرزاده وويل ، چې ددې هوايې ډګر پرانيستلو سره به د غزني دسوداګرو ستونزې کمې اوددې ولايت اقتصادي حالت به نور هم ښه شي.
نوموړی وايي، چې له دې وروسته سوداګرو ته دامنيت د خرابوالي بهانه هم نه ده پاتې او له هغوى يې وغوښتل ، چې له دې وروسته دې په غزني کې پانګونه وکړي.
د ترانسپورټ وزارت مرستيال قاسم وفايي زاده وويل، چې اوس دغزني د هوايي ډګر د ځغاستې ليکه ( رن وې) خامه ده، خو ډېر ژر به دغه ليکه قير شي ، څو الوتکې د ناستې پر مهال له کومې ستونزې سره مخامخ نه شي.
نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې د غزني هوايي ډګر دې د نړيوالو ډګرونو په څېر ورغوي څو دا ولايت له نورې نړۍ سره ونښلول شي.
هغه وايي ، چې د ترانسپورټ وزارت هڅه کوي ، څو په راتلونکي کې ددې هوايې ډګر ترمينل هم په معياري بڼه جوړ کړي.
د وفايي په وينا، د اوس لپاره يې يواځې د افق شرق له هوايي شرکت سره قرار دادکړی او ددغه هوايي شرکت کولای شي، چې له دې وروسته خپل پروازونه له غزني ولايت څخه پيل کړي.
د افق شرق هوايي شرکت مشر جاهد عظيمي پژواک اژانس ته وويل، چې له دې وروسته به په اونۍ کې دوه الوتنې (شنبه او چهارشنبه) د کابل او غزني ترمنځ ترسره کېږي .
عظيمي د غزني دامنيتي حالت په اړه وويل، چې چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د غزني د هوايي ډګر د شاوخوا امنيت به ساتي.
ده زياته کړه ، چې دوى به په غزني ښار کې د هوايي شرکت دفتر پرانيزي، څو خلک په اسانه توګه وکولى شي ټکټونه ترلاسه کړي.
هغه وويل ، چې ټکټونه به ارزانه وي، خو قيمت يې په ډاګه نه کړ.
د غزني ښاريان هم ددې هوايي ډګر په پرانيستل کېدو ډېرخوښ دي د غزني ښار يوتن اوسېدونکی روح الله وايي، چې د غزني اقتصادي حالت به هم ددې هوايي ډګر په جوړېدوسره ښه شي .
هغه زياتوي ، چې پخوا د امنيتي ستونزو له امله خلکو دسړک له لارې غزني ته تګ راتګ نه شواى کولى ، چې له دې وروسته دا ستونزه هم هواره شوه.
ياده دې وي ، چې ددې هوايي ډګر دکار چارې څلور مياشتې وړاندې پيل شوې وې او نږدې ۷ ميليونه امريکايي ډالره لګښت پرې راغلی و .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن