ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر امنيه قوماندان: له مرکزه مې په چارو کې لاسوهنه کېږي

د لوګر امنيه قوماندان: له مرکزه مې په چارو کې لاسوهنه کېږي

author avatar
28 Dec 2013 - 13:04
د لوګر امنيه قوماندان: له مرکزه مې په چارو کې لاسوهنه کېږي
author avatar
28 Dec 2013 - 13:04

پل علم (پژواک ٧ مرغومى ٩٢): د لوګر امنيه قوماندان وايي ، چې په کارونو کې د ښه سمون په موخه يې يو شمېر امنيتي مسوولين له دندو ګوښه کړي، خو زياتوي چې په مرکز کې يې ځينې اشخاص په چارو کې لاسوهنه کوي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي د مرغومي په ٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې په دغه ولايت کې د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې موده کې يې د دغه ولايت د امنيتي چارو د ښه سمون په موخه د دوو ولسواليو د امنيه قوماندانانو په ګډون پنځه امنيتي مسوولين له دندو ګوښه کړي دي.

د نوموړي په وينا، ګوښه شوي د ازرې او خروار ولسواليو امنيه قوماندانان دي او درې نور جنايي کار کوونکي دي.

د لوګر امنيه قوماندان وايي، چې دغو کسانو نه شو کولى په سمه توګه د خلکو خدمت وکړي او په اړه يې شکايتونه هم ډېر شوي وو.

ده وويل، چې له تېرو دريو مياشتو کې يې په خپله اداره کې ٨٠ سلنه اصلاحات راوستي دي.

اسحاقزي وويل، چې پخوا په دغه ولايت کې دوه امنيه قوماندانۍ وې، د امنيت امر خپل حکومت درلود او امنيه قوماندان خپل، خو اوس کارونه ټول په يوه اداره کې ترسره کېږي.

خو د لوګر امنيه قوماندان وويل، چې په اداره کې د اصلاح لپاره خلاص لاس نه لري او ادعا يې وکړه، چې په مرکزي حکومت کې ځينې کسان يې مخه نيسي، خو ده د چا نوم په ډاګه نه کړ.

د هغه په وينا، دلته په ولايت کې ځيني کسان د ضوابطو پر ځاى پر روابطو مقرر شوي او اوس چې د اصلاحاتو لپاره کار کېږي، د دوى ملاتړي په کابل کې ستونزې جوړوي.

خو د لوګر امنيه قوماندان وويل، د هغو کسانو به مخه نيسي، چې د دغه ولايت او امنيه قوماندانۍ د بدنامۍ لامل ګرځي.

د لوګر د امنيت امر سمونوال عبدالولي طوفان هم مني، چې د دغه ولايت په امنيه قوماندانۍ کې مثبت اصلاحات او بدلونونه راغلي دي.

ده پژواک اژانس ته وويل، چې په ټولو ولسواليو کې پياوړي امنيتي کسان پر دندو ګومارل شوي دي، څو خلکو ته ډاډمن امنيت تامين کړي.

طوفان وويل، چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت ټولې لارې پرانيستل شوې او خلک په ډاډه زړه تګ راتګ کوي.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې د دغه ولايت د اذرې ولسوالۍ لاره د وسله والو مخالفينو له خوا تړل شوې وه.

د لوګر د ولايتي شورا غړى عبدالخالق خيرخواه هم وايي، چې د دوى او د امنيه قوماندانۍ تر منځ ښه همغږي ده او په اداره کې مثبت بدلون راغلى دى.

هغه زياته کړه، چې خلک هم له وروستيو بدلونونو خوښ دي او امنيت هم ورسره ښه شوى دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.