ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې لاريون کوونکو د کانکور کمېټې د غړو د محاکمې غوښتنه وکړه

author avatar
28 Dec 2013 - 16:22
author avatar
28 Dec 2013 - 16:22

 پل علم (پژواک ٧ مرغومى ٩٢): سلګونو کسانو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د لوړو زده کړو وزارت پر ضد لاريون وکړ او د کابل-ګردېز لويه لاره يې هم د ترافيکو پر مخ وتړله.

 دغه لاريون وروسته له هغه ترسره شو، چې د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د ازموينې د کمېتې غړو د لوګر ولايت د زده کوونکو د کانکور د ازموينې پاڼې کابل ته د بېرته تګ پر مهال په لاره په وياليو کې وغورځولې.

 تر دې پېښې وروسته د دغه ولايت سلګونو اوسېدونکو  چې ډېرى يې زده کوونکي وو، د مرغومي په اومه د ولايت په مرکز پل علم، د محمداغې ولسوالۍ په محمداغه کلي او سفيد سنګ سيمو کې لاريونونه وکړل او د لوړو زده کړو وزارت پر ضد يې شعارونه  ورکول.

 د ولايت په مرکز پل علم ښار کې سلګونو لاريون کوونکو له ولايتي شورا خپل لاريون پيل او د ولايت مقام تر مخې پورې ولاړل.

 دوى ويل، چې ياد وزارت ورسره سخت ظلم او جفا کړې او د دوى پر حق يې تېرى کړى دى.

 د حکمت الله په نوم د يوه لاريون يوه ګډوال وويل، چې دوى له تېر يوه کال راهيسې کانکور ته چمتووالى نيولى و او په ښه توګه يې د کانکور ازموينه ورکړه، خو وزارت ناهيلي کړل.

 د اجمل په نوم د څرخ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې دوى په سختو امنيتي شرايطو کې تر پل علم ښاره پورې د کانکور ازموينې لپاره تللي وو.

 هغه زياته کړه، که چېرې په کانکور کې ستونزه او يا هم روڼوالى نه و، نو پلاوي به همدلته خبره سپينه کړې واى.

لاريون کوونکو وروسته پرېکړه ليګ خپور کړ، چې په کې لوګر ته د کانکور کمېټې د راغلي پلاوي د دريو مشرانو د محاکمې، د لوګر د خلکو د حيثيت د اعادې او د غوښتنو د منلو په صورت کې په کانکور کې د نه ګډون ګواښ شوى و.

 د لوګر والي نيازمحمد اميري او د ولسي جرګې وکيل حاجي اکبر ستانکزي  هم له لاريون کوونکو سره خبرې وکړې او د هغوى شکايتونه يې واورېدل.

 والي پژواک ته وويل، چې د لوړو زده کړو وزارت د دغه ولايت له زده کوونکو سره سخت ظلم کړى دى.

 هغه زياته کړه، چې دوى له اړوندو چارواکو سره خبرې کړې، په اړه به يې جدي ګامونه اخلي او د دې پر ضد به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

 ده وويل: ((که چېرې په ازموينه کې ستونزه وه، نو پلاوي يې موږ ته ولې په ډاګه  نه کړه، د دې کار پوښتنه به خامخا کوو.))

 د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د لوړو زده کړو وزارت د هلمند د زده کوونکو د کانکور ١٠٠ فورمې ورکې کړې وې او هغوى ته يې په کانکور کې د ګډون اجازه ورنه کړه.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.