ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه د لوګر کانکور د پروسې پلټنه کوي

مشرانو جرګه د لوګر کانکور د پروسې پلټنه کوي

author avatar
29 Dec 2013 - 16:38
مشرانو جرګه د لوګر کانکور د پروسې پلټنه کوي
author avatar
29 Dec 2013 - 16:38

 کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٢): د مشرانو جرګې ځينې غړي د لوګر د کانکور په اړه د عادلانه قضاوت غوښنه کوي او وايي ، چې د کانکور ملي پروسې او ځوانانو له برخليک سره دې لوبې نه کېږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ په لوګر کې د دوولسمو ټولګيو له  ٣٦٠٠ زياتو فارغينو څخه ، چې ٢٨٠ په کې نجونې وې په هغه ولايت کې د لوړو زده کړو وزارت د ورغلي پلاوي له خوا کانکور ازموينه واخيستل شوه، خو د ازموينې پاڼې يې کابل ته د راستنېدو پرمهال ويالو ته وغورځولې.

 دا کار په لوګر کې د ځايي چارواکو او خلکو د غبرګون لامل شو، لاريون کوونکو د کابل- ګردېز لويه لاره وتړله، په ويالو کې يې د پاڼو غورځول دوى ته سپکاوى او حق خوړنه وبلله او په لوړو زده کړو وزارت يې سخته نيوکه وکړه.

خو د لوړو زده کړو وزارت د لوګر ولايت کانکور لغوه اعلان کړ او دليل يې دا و، چې ورغلى پلاوى، د ځايي  زور واکو، امنيتي ځواکونو له خوا ګواښل شوى او د ملي شورا، ولايتي شورا او د لوګر ځينو ځايي چارواکو يې په کار کې لاسوهنه کړې ده.

 د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې په دې موضوع بحث وشو او  سناتورانو د کانکور ددې ازموينې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې غړې ليلما احمدي  وويل، چې د کانکور د ازموينو پروسه  کې د ولايتي شورا  او ولسي جرګې د ځينو غړو له خوا لاسوهنه شوې، چې دا موضوع په کلکه د نيوکې وړ ده.

هغه زياته کړه، چې بايد په دې اړه عادلانه قضاوت وشي، له ټولو هغو اړخونو بايد پوښتنه وشي، چې کانکور يې ګډوډ کړى  او بايد د کانکور ملي پروسې او ځوانانو له برخليک سره لوبې ونشي.

 په مشرانو جرګه کې د اهل هنود او سکانو استازې انار کلي هنريار هم د کانکور ازموينې ګډوډول  د يوې ملي پروسې د ګډوډۍ په مانا وبلله او يې ويل: هر څوک چې په دې پروسه کې شامل دى او يايې د کانکور ګډ وډي غوښته، بايد ترې پلټنې او څېړنې ونيول شي، څو عدالت تامين او په راتلونکي کې داسې کوم کار په بل ولايت کې ونه شي.

هنريار زياته کړه:((که د وکيلانو لاسوهنه وي، بايد په هر صورت وپلټل شي،  زما وړانديز دادى چې د مشرانو جرګې يو پلاوى دې لوګر ولايت ته سفر وکړي او دا قضيه دې له نږدې و پلټي.))

 د جرګې يوه بل غړي هدايت الله احمدزي وويل، چې د ولسي جرګې له غړو پرته د ولايتي شورا غړو او هغوى چې ځانونه يې ولايتي شورا ته نومولي هم په کانکور ازموينه کې لاسوهنه کړې او د کانکور له اکاډميکې فضا څخه يې د خپل ټاکنيز کمپاين په توګه د ځان په ګټه کار اخيستى دى.

  خوهغه زياته کړه:((هغه پلاوى چې له مرکز څخه د ازموينې اخيستو لپاره لوګر ته تللى و، هم دا حق نه لري ، چې پاڼې ويالو ته وغورځوي.))

 د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار ، چې د ناستې رياست يې پر غاړه و ، وويل چې په يوه بنسټ او يوه اکاډميکه او علمي پروسه کې لاسوهنه قطعا مجاز نه لري.

د ناستې په پاى کې د مشرانو جرګې فرهنګي کمېسيون ته دنده وسپارل شوه، څو دا قضيه وپلټي او په اړه يې څېړنې وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي ، چې د کانکور ازموينه د ٣٤ ولايتونو په ٣٨ حوزو کې اخيستل کېږي او تر اوسه پورې د کانکور له ٥٠ زره داوطلبانو څخه دا ازموينه اخيستل شوې ده.

 د سرچينې په وينا، چې د ټول هېواد په کچه به د کانکور ٢٥٠ زره داوطلبان په کانکور کې ګډون وکړي ، چې له ٥٥ زرو زيات به يې په لوړو زده کړو موسسو ،٦٠ زره نور په نيمه لوړو زده کړو موسسو او يو شمېر نور به يې په  شپنيو لوړو زده کړو موسسو کې جذب شي.

د مشرانو جرګې په غونډه کې د امنيتي وضعيت او دټاکنو د امنيت په اړه هم خبرې وشوې.

 د مشرانو جرګې غړي عارف پښتون  وويل ، چې امنيتي وضعيت د هرې ورځې په تېرېدو سره خرابېږي، چې په داسې يوه وضعيت کې د رڼو، عادلانه او ازادو ټاکنو ترسره کېدل نا شوني دي.

هغه زياته کړه، چې د راتلونکي کال د ټاکنو د امنيت خوندي کولو کمېسيون رييس دې راتلونکې ناستې ته را وغوښتل شي، څو د ټاکنو لپاره د امنيتي تياريو په اړه خپل راپور مشرانو جرګې ته وړاندې کړي، ځکه چې خلک په دې برخه کې اندېښنه لري.

ددې جرګې يوه بل غړي هدايت رهايي هم وويل ، چې ځينې ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي، چې دا چاره د ټاکنو روڼتيا تر پوښتنې لاندې راولي.

رهايي زياته کړه، چې حکومت مکلف دى، سراسري امنيت تامين کړي، څو ټاکنې رڼې او په ازاد ډول تر سره شي.

د مشرانو جرګې لومړي نايب وويل ، چې د ټاکنو کمېسيون نيول شوي پلانونه وړاندې ځي، د کورنيوچارو وزارت ولايت په ولايت  ګرځي او امنيتي وضعيت څېړي، څو لازم تدابير ونيول شي.

 هغه ټينګار وکړ، چې امنيتي ارګانونه دې د رڼو، ازادو، بې پرې او له درغليو پاکو ټاکنو ته زمينه مساعده کړي، څو خلک په ډاډ سره رايه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزارت ويلي ، چې په امنه فضا کې يې د ټاکنو تر سره کېدو ته تياري نيولى او تر هغه وخته به شته امنيتي ننګونې لرې کړي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦ مه  تر سره کېږي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.