ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واورې د کابل ښاريان له ستونزو سره مخ کړي

واورې د کابل ښاريان له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
30 Dec 2013 - 12:16
واورې د کابل ښاريان له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
30 Dec 2013 - 12:16

کابل (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): په کابل او شاوخوا سيمو کې د سـږني ژمي لومړۍ واوره که څه هم د ځينو خلکو د خوښۍ لامل شوې، خو پر سړکونو د يخک له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي.

د واورې اورښت تېره شپه شاوخوا يوه بجه پيل شو او د سهار تر شپږو بجو يې دوام درلود، سږ کال په کابل کې واوره لږ په ځنډ و ورېده.

واورې که له يوې خوا خلکو ته ستونزې پيدا کړې، نو له بلې خوا د راتلونکي پسرلي لپاره د اوبو زياتېدو زيرى هم دى.

د واورې ورېدو له امله د کابل ښار ټولو سړکونو يخک نيولى او په ډېرو سيمو کې لارې بندې‌ دي، ترافيکي پېښې رامنځته شوې او پلي ډېر خلک هم د لارو د يخک له امله غورځېدل.

د سړکونو د يخک او د واورو ورېدو له امله مامورين دوه درې ساعته ناوخته دفترونو ته ورسېدل.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د سهار په اوه نيمو بجوله کوره روان شوى و، خو دفتر ته په نهه نيمو بجو ورسېد.

پر سړکونو د يخک او د لارو بندېدو له امله ګڼ خلک کرايي موټرو ته پر سړکونو ولاړ وو او ډېر خو يې تر لرو ساحو پلي خپلو کارونو ته روان وو.

داوود چې له دشت برچي څخه د تايمني پر لور يې حرکت کړى و، پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا به موټر لس افغانۍ اخيستې‌، نن يې ترې ٣٠ افغانۍ تر کوټه سنګي پورې واخيستې.

هغه زياته کړه، چې له کوټه سنګي تر تايمنې پلى ځي او زياتوي چې ډېر کسان يې وليدل چې پښه به وښويېده او به لوېدل.

د سليم په نوم د يوه ټونس موټر چلوونکي پژواک اژانس ته وويل چې دى هره ورځ له کوټه سنګي تر قمبر څلورلارې سپرلي وړي، خو نن تر نيمايي لارې ځي او هماغه لس افغانۍ له سپرليو اخلي.

هغه زياتوي، چې همدا يې د مزدورۍ ښې ورځې دي.

د جمال په نوم د کابل د پنځمې حوزې يو اوسېدونکى چې په يوه غيرې دولتي اداره کې دنده لري، وايي چې دوى په دريو ساعتونو کې دفتر ته ورسېدل.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په لاره کې له سختو ستونزو سره مخ شول،ـ موټر يې خراب شو او په ټېله ټېله يې تر دفتره پورې ورساوه.

خو په ټوليزه توګه د کابل خلک واورو ته خوښ وي، ځکه چې د دوى په وينا، کابل بې واورو ښه نه ښکاري.

د هوا پېژندنې ادارې مشر محمد اسحق نوري تېره اونۍ له پژواک اژانس سره په يوه مرکه کې ويلي وو، چې د اقليمي بدلونونو له امله به سږ کال د تېر کال په پرتله کم ورښتونه وشي.

هغه زياته کړې وه، په تېرو دوو مياشتو کې د تودوخې درجه لوړه وه، خو په وروستيو دريو ورځو کې د تودوخې درجه راټيټه شوې، چې له همدې امله د ټول هېواد سيمې د تېر کال په پرتله ګرمې وې او ورښتونه هم تر هغه بريده، چې انتظار کېده، نه دي شوي.

نوري هيله څرګنده کړه، چې هېواد به د ژمي په راتلونکو دريو مياشتو کې له واورو ډک وي او اورښت به د راتلونکي کال تر غويي مياشتې پورې دوام وکړي.

افغانستان يو کرنيز هېواد، چې د ډېرى خلکو ژوند پر کرنې او مالدارۍ ولاړ دى او د واورې اورښت د پسرلي او اوړي د اوبو لګولو لپاره مهمه سرچينه جوړوي.

د کرنې وزارت وياند مجيد قرار هم وويل، چې که په راتلونکو درېيو اونيو کې واوره ونه اوري نو د للميو پر کرنې به ډېر ناوړه اغېز پرېباسي او د بزګرانو د راتلونکي کال حاصلات به زيان وويني.

هغه زياته کړه، که اورښتونه ونه شي نو د اوبو بندونه به هم وچ او بزرګران به د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د قرار د معلوماتو له مخې، د هېواد اتيا سلنه خلک بزګر دي او د هېواد په کچه ټوله ٧،٩ ميليون هکټاره ځمکه کرل کېږي، خو د اقليمي بدلونونو له نظره سره توپير کوي، يعنې څلور ميليون هکټاره ځمکه همېشه تر کرنې لاندې وي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.