ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګردېز کې څه باندې پنځه ټنه امونيم نايټرېټ نيول شوي

په ګردېز کې څه باندې پنځه ټنه امونيم نايټرېټ نيول شوي

author avatar
30 Dec 2013 - 12:10
په ګردېز کې څه باندې پنځه ټنه امونيم نايټرېټ نيول شوي
author avatar
30 Dec 2013 - 12:10

ګردېز (پژواک ٩ مرغومى ٩٢) : د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې تېر ماښام يې د ګردېز ښار اړوند سيمه کې له امونيم نايټرېټ بار يو لارۍ موټر نيولى دى.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په نيول شوو توکو کې ۵۲۰۰ کيلوګرامه امونيم نايټرېټ سره او ۲۰۰۰ متره سوځېدونکی لين چې په چاودېدونکو توکو کې کارول کېږي، شامل دي.

نوموړی وايي، چې ياد لارۍ هينو موټر چې د خيبر پښتونخوا له انګور اډې څخه کابل ته پر لاره و او امونيم نايټرېټ په کې تر لرګيو لاندې ځای پر ځای شوي وو.

د ده په خبره، موټر چلوونکی د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالۍ اړوند د ګوډ کلا سيمې اوسېدونکی دی او پوښتنې ګروېګنې ترې پيل شوې دي.

امونيم نايټرېټ هغه توکي دي، چې د چاودېدونکو توکو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي او دغه ډول توکي ډېری وخت د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې نيول شوي چې د چارواکو په خبره کابل ته لېږدول کېږي .

د يادولو ده چې درې مياشتې وړاندې هم له چاودېدونکو توکو بار يو هينو موټر چې په کې شاوخوا پنځوس ټنه چاودېدونکي توکي بار وو، د دغه ولايت د پوليسو له خوا د ګردېز خوست پر لويه لاره د مرکز ګردېز اړوند د بنوزيو په سيمه کې نيولي وو.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.