کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): د مشرانو جرګې ځينې غړي د بګرام د زندانيانو د دوسيو د جدي څېړنې او مجرمو بنديانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي، خو ځينې وايي ، چې په بګرام کې بې ګناه کسان هم شته او بايد ژر خوشي شي.
د کابل شمال ته شاوخوا ٤٠ کيلومتره لرې، د بګرام په نوم د امريکايي زندان چارې د ١٣٩١ کال په لومړيو کې افغانستان ته وسپارل شو.
ولسمشر حامد کرزي د روان کال د وري په ١٧مه د يوه فرمان په ترڅ کې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي په موخه درې کسيزه کمېټه وټاکله او دې کمېټې ته يې دنده وسپارله، چې د شکمنو، تورنو او د هغو کسانو وضعيت، چې له شواهدو او ثبوتونو پرته نيول شوي، وڅېړي تر څو بې ګناه کسان خوشې شي.
تېره ورځ دې کمېټې وويل، چې د دغه زندان د ٧٦٤ بنديانو دوسيې يې څېړلې او له دې ډلې ٦٥٠ يې بې ګناه پېژندل شوي او له زندانه خوشې شوي دي.
ياده کمېټه وايي، چې د پاتې نورو زندانيانو د دوسيو تر بيا څېړنې وروسته به نور بې ګناه کسان هم خوشي شي او د پاتې نورو دوسيې به سترې محکمې ته وسپاري.
په مشرانو جرګه کې هم نن په دې اړه بحثونه وشول.
په دې جرګه کې د زابل استازي محمد داود حساس وويل، چې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټه بايد د زندانيانو په ازادولو کې له ډېر دقت څخه کار واخلي.
هغه زياته کړه: ((په دې زندان کې پاکستاني، عربي، چيچيني او نور ډېر خونړي بنديان شته او د بنديانو په خوشې کولو کې ډېر دقت په کار دى.))
د حساس په وينا، عدلي او قضايي ارګانونه بايد د هغو کسانو دوسيې يو ځل بيا وڅېړي، چې د زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې خوشې کړي دي.
په ياده جرګه کې د تخار استازي محمديونس تخارى هم وايي، چې هېڅ مجرم زنداني بايد له بګرام څخه ازاد نه شي او له قانون سره سمه سزا وويني.
هغه زياته کړه: ((که داسې کوم زنداني ازاد شي، هغه اوس هم د طالبانو سړى وي، هغه ځي له طالبانو سره يو ځاى کېږي او د افغانستان راتلونکي ټاکنې له ګواښ سره مخ کوي.))
خو په ياده جرګه کې د خوست استازى عارف الله پښتون بيا وايي، کومو زندانيانو چې جرم کړى هغوى بايد د خپل جرم سزا وويني، خو بې ګناه کسان بايد هر څه ژر ازاد شي.
هغه زياته کړه: ((په بګرام زندان کې داسې کسان هم شته، چې يواځې د ږيري په پرېښودو او د لونګۍ په وهلو نيول شوي، هغوى ټول بې ګناه دي، بايد ژر ازاد شي.))
په ياده جرګه کې د کونړ استازى رفيع الله حيدري وايي، چې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې کار د ستايلو وړ دى، خو مجرمو زندانيانو ته بايد له قانون سره سم سزا ورکړل شي.
حيدري زياته کړه: ((ځينې کسان يواځې په دې نامه نيول شوي، چې امريکا ته تهديد دي؛ ځيني کسان د ترجمانانو د غلطو مشورو له امله نيول شوي؛ دا بايد ټول ازاد کړاى شي.))
د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې د زندانيانو په برخه کې د افغانستان قوانين صراحت لري او له قانون سره سم يې بايد په اړه پرېکړه وشي.
امريکا له بګرام زندان څخه د سلګونو بنديانو پر خوشې کېدو اعتراض کړى او له افغان حکومت څخه يې غوښتي، چې د ۸٨ نورو خطرناکو بنديانو د خوشې کولو مخه ونيسي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن