ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولسمشرۍ ته د کانديدانو له نوملړه دې د مجرمينو نومونه و ايستل شي”

“ولسمشرۍ ته د کانديدانو له نوملړه دې د مجرمينو نومونه و ايستل شي”

author avatar
31 Dec 2013 - 15:40
“ولسمشرۍ ته د کانديدانو له نوملړه دې د مجرمينو نومونه و ايستل شي”
author avatar
31 Dec 2013 - 15:40

کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو له نوملړه دې “جنګي مجرمين” و ايستل شي، خو ځينې نور بيا په دغه نوملړ کې د بدلون هڅې، توطئه بولي.

د راتلونکي وري مياشتې د ولسمشرۍ ټاکنو ته عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزى، محمد نادر نعيم، داوود سلطانزوى، عبدالرحيم وردګ، زلمى رسول، قطب الدين هلال، قيوم کرزى، هدايت امين ارسلا، محمد شفيق ګل اغا شېرزوى او عبدالرب رسول سياف کانديد شوي دي.

څو ورځې وړاندې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ويلي، چې د ځينو کانديدانو پر وړاندې د بشري حقونو د نقض او د ځمکو د غصب په برخه کې جدي شکايتونه شتون لري، چې د څېړلو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته واستول شي.

د دغه کمېسيون چارواکو ويلي، که چېرې پر کانديد محکمه د بشري حقونو نقض او يا هم د ځمکې غصب ثابت کړي، نو نوم به يې د کانديدانو له نوملړه و ايستل شي.

په مشرانو جرګه کې د فراه استازي بلقيس روشن نن د دې جرګې په عمومې غونډه کې پرته له دې چې د چا نوم واخلي وويل، چې د کانديدانو په لېست کې جنګي مجرمين شتون لري او بايد ترې و ايستل شي.

هغې زياته کړه: ((جنايت کار-جنايتکار دى، په دغه لېست کې داسې کسان شته، چې له سر، ږيري او نکتايي څخه يې د افغانستان د ملت ويني څاڅي، بايد نومونه يې له لېست څخه و ايستل شي.))

په ياده جرګه کې د بلخ استازې فريده کوچۍ هم ټينګار کوي، چې د کانديدانو له نوملړه بايد د جنګي مجرمينو نومونه و ايستل شي.

هغې زياته کړه: ((د دې کانديدانو ځيني داسې مرستيالان شته، چې د ليلې په دښته کې يې سلګونه طالبان په کانټينرونو کې اچولي وو او بيا يې ژوندي خښ کړل؛ دغه شان کسان بايد خپله سزا وګوري او نوم يې بايد له لېست څخه و ايستل شي.))

خو په مشرانو جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي وويل، چې د ولسمشرۍ له نوملړ څخه د کانديدانو د نومونو لرې کول، د کانديدانو پر وړاندې يوه توطيه ده.

هغه زياته کړه: ((حکومت څو ځلې له طالبانو غوښتنه کړې، چې راشي او د ټاکنو په پروسه کې ګډون وکړي؛ ايا طالبان د بشري حقونو ناقضين نه دي؟ هغوى کسان نه دي وژلي؟ نو څنګه هغوى کولاى شي په ټاکنو کې ګډون وکړي او هغه کانديدان، چې يو ځل فلتر شوي او اوس بيا غواړي چې له يوولسو کسانو څخه يې درې يا څلورو کسانو ته ټيټ کړي.))

د هغه په وينا، که چېرې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د کوم کانديد نوم د کانديدانو له نوملړه لرې کړي، نو په هېواد کې به يو ستر کړکېچ رامنځته شي.

په ياده جرګه کې د غزني استازى محمدامين احمدي وايي، چې که چېري جنګي مجرمينو ته سزا ورکول کېږي نو ټولو جنګي مجرمينو ته بايد سزا ورکړل شي.

هغه زياته کړه: ((هېڅوک بايد دا فکر ونه کړي، چې مجاهدين جنګي مجرمين دي، مجاهدينو د خداى پاک په لار کې جهاد کړى او اجر به يې ګوري.))

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې د ولسمشرۍ له کانديدانو سره بايد له قانون سره سم چلند وشي.

د هغه په وينا، قانون پلي کوونکي بايد په هېڅ برخه کې قانون مات نه کړي، ځکه قانون ماتونه هېواد له کړکېچ سره مخ کوي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.