لښکرګاه (پژواک ١١ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د سکرو ګاز د جومات په حجره کې درې طالبان مړه کړي او يو بل د کوما په حالت کې دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو طالبانو د سنګين په جامع جومات کې زده کړه کوله.
د ده په وينا، پرون ماښام يې د خپلې کوټې د تودولو لپاره سکاره بل کړي و، چې د خوب پر مهال درې تنه مړه شوي او يو بل د کوما په حالت کې دى.
د ځواک په خبره، دغه طالبان د جامع جومات په حجره کې اوسېدل او عمرونه يې د ١٢ او ١٦ کلونو تر منځ دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن