ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان د کانونو عوايد دوه نيم برابره لوړ شوي

د بدخشان د کانونو عوايد دوه نيم برابره لوړ شوي

author avatar
2 Jan 2014 - 16:30
د بدخشان د کانونو عوايد دوه نيم برابره لوړ شوي
author avatar
2 Jan 2014 - 16:30

فيض اباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩٢): د بدخشان ولايت د کانونو عوايد، په ٢٠١٣ کال کې شاوخوا ٢٩ ميليون افغانيو ته رسېدلي او د لوړېدو يواځېنى لامل يې له کان څخه په غيرقانوني ډول د ايستلو مخنيوى بلل شوى دى.

د بدخشان د کانونو رييس محمداکبر انوري وايي، دغه عوايد د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو له کانونو او د بهارک ولسوالۍ د ګرانيټ له کان څخه ترلاسه شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ٢٠١٢ کال کې د دوو کانونو عوايد ١١ ميليونه افغانيو ته رسېدل، خو په ٢٠١٣ کال کې ٢٩ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي دي.

انوري څرګنده کړه، چې ډېرى عوايد د لاجوردو له کان څخه ترلاسه شوي او زياته يې کړه، چې د لوړوالي لامل يې هم د لاجوردو په فني توګه ايستل، کاري روڼتيا او په غيرقانوني ډول د کانونو د را ايستلو مخنيوى دى.

لاجورد ارزښتناکه او ښکلې ډبرې دي، چې کوم تخنيکي استعمال نه لري او يوازې په زيوراتو او د توکو د ښکلا لپاره کارول کېږي.

د لاجوردو کان د کران و منجان ولسوالۍ په سرسنګ سيمه کې پروت دى او تړون يې له تېرو پنځلسو کلونو را په دېخوا له يوې افغاني کمپنۍ سره ترسره شوى دى.

ګرانيټ هم يو ډول قيمتي ډبرې دي، چې د کورونو په ښايسته والي په ځانګړي ډول په ودانيو کې د کاشيو په کارولو کې ترې ګټه پورته کېږي.

د بدخشان د کانونو مشر وويل، تر دې مهاله د کانونو وزارت له لوري په دغه ولايت کې لس کانونه سروې شوي، د لاجوردو او ګرانيټو قرارداد شوى او د نورو تړونونه به په راتلونکي کې له ځينو کمپنيو سره لاسليک شي؛ ځيني يې داوطلبۍ ته سپارل شوي او ځيني هم تر داوطلبۍ لاندې دي، چې په دغو کې د اشکاشم ولسوالۍ د لعلو کان او د بهارک ولسوالۍ د اکامرون کان هم شامل دي.

 د هغه په وينا، د سرو زرو د کان تړون هم له يوې ترکۍ کمپنۍ سره شوى دى.

د سرو زرو کان د بدخشان د راغستان ولسوالۍ په ريشوي کوهستان او بيکا سيمو کې شتون لري، دغه راز هلته د کوارټز ډبرو او سرو زرو څلور رګونه شته، چې په هر ټن کاني توکو کې يې تر ٨٥ ګرامه سره زر پيدا کېږي.

د بدخشان د کانونو رييس زياته کړه: ” د دغه تړون په تر سره کولو سره نه يوازې دا چې د دولت عوايد زياتيږي، بلکې زرګونو ځوانانو ته هم، چې له بېکارۍ رنځ وړي، د کار زمينه برابريږي.

بدخشان ولايت له چين، پاکستان او تاجکستان هېوادونو سره ګډه پوله لري او د دغه ولايت د کانونو د رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ټول ټال ١٦ واړه او لوى کانونه او ذخيرې شتون لري، چې شاوخوا ٣٥٠٠ تنه په کې په کار بوخت دي.

په دغو وروستو کې د بدخشان ولايت والي شاه ولي الله اديب پژواک اژانس ته ويلي وو، چې په جرم ولسوالۍ کې د بيروچو کان په غيرقانوني ډول ايستل کېږي او د دغو قيمتې کاڼو عوايد د طالبانو جيبونو ته غورځي.

بيروچ هم يو ډول قيمتي ډبرې دي، چې قيمت يې د لاجوردو په پرتله څو برابره لوړ دى.

خو د بدخشان والي ډاډ ورکړى، چې دغه کان به په دې حال نه پرېږدي او که هر ډول وي نو قانوني کوي به يې.

د هېواد د اساسي قانون د لومړي فصل د نهمې مادې له مخې، کانونه او نورې تر ځمکې لاندې زېرمې او لرغوني اثار د دولت ملکيت دى، چې د دولت د ملکيتونو اداره او ساتنه او له طبيعي زېرمو او نورو عامه ملکيتونو څخه د سمې ګټې اخيستنې ډول د قانون له لارې تنظيمږي.

 

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.