ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“راتلونکې ټاکنې به د تېر په پرتله رڼې ترسره شي”

“راتلونکې ټاکنې به د تېر په پرتله رڼې ترسره شي”

author avatar
2 Jan 2014 - 15:04
“راتلونکې ټاکنې به د تېر په پرتله رڼې ترسره شي”
author avatar
2 Jan 2014 - 15:04

کابل (پژواک ١٢ مرغومى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکې وبللې او ويې ويل، چې دغه ټاکنې به د تېر په پرتله رڼې او سراسري وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر ضياالحق امرخېل دغه څرګندونې نن په کابل کې په هغې خبري غونډه کې وکړې، چې د ټاکنو بهير د ټنګښټ لپاره د مدني ټولنو شبکې له خوا جوړه شوې وه.

امرخېل وايي، چې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره کېدونکې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکې دي او په دې ملي پروسه کې بايد ټول ونډه واخلي.

هغه وايي، دغه ټاکنې به ځکه د تېر په پرتله رڼې او پراخې وي، چې اوس د ټاکنو په اړه د خلکو پوهه ډېره شوې، د مدني ټولنو همکاري د ټاکنو له کمېسيون سره پراخه شوې او افغان ځواکونه هم پياوړي شوي دي.

هغه وايي: ((دغو ټکو ته چې ګورو نو ويلى شو، چې راتلونکې ټاکنې به رڼې او سراسري وي او تر تېرو ټاکنو به ډېرې ښې وي، ځکه کومې غلطۍ چې په تېرو ټاکنو کې شوې په دې کې به نه تکرارېږي.))

امرخېل له ديني عالمانو هم غوښته وکړه، چې د ټاکنو د اهميت په اړه خلکو ته پوهاوى ورکړي څو ونډه په کې واخلي.

د هغه په وينا، تېرو ټاکنو کې په هغو سيمو کې ډېره درغلي شوې وه، چې ناظرين او خبريالان په کې نه وو او امنيتي حالات يې ښه نه و.

هغه زياته کړه: ((امنيتي ارګانونه هڅه کوي، چې دا ځل ښه امنيت ټينګ کړي او موږ هم ټولو سيمو ته څارونکي استوو.))

دى وايي، چې د ټاکنو پروسې د روڼتيا لپاره بايد مدني ټولنې او کانديدان له دې پروسې ټينګه څارنه وکړي او ټولو سيمو ته خپل استازي واستوي.

امرخېل وايي، د ټاکنو کمېسيون په پام کې لري، چې څو ورځې وروسته د عامه پوهاوي لپاره يو پراخ کمپاين په ټول هېواد کې پيل کړي.

د هغه په وينا، په دغه کمپاين کې به د رسنيو تر څنګ ١٥زره مبلغين هم ونډه ولري.

هغه وايي، چې يواځې د ټاکنو کمېسيون نه شي کولاى، چې سمې او رڼې ټاکنې ترسره کړي او په دې ملي پروسه کې د دولت ترڅنګ خلک هم بايدله کمېسيون سره پوره مرسته وکړي.

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې واليانو او امنيه قوماندانانو ته اجازه ورنه کړي، چې د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنې وکړي.

امرخېل وايي، د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو لپاره د لوجستيکي او تخنيکي تياريو ٧٠ سلنه چارې پر مخ تللې او د نورو چارو د ترسره کېدو لپاره يې هڅې روانې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په پروسه کې د ګډون په موخه ٣،٤ميليونو کسانو نوې نوم ليکنه کړې، چې ٣٥ سلنه يې مېرمنې دي.

د ټاکنو بهير د ټنګښټ لپاره د مدني ټولنو شبکې نن د ښځو چارو او ارشاد، حج او اوقافو وزراتونو سره دوه بېلابېل هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

د دغو هوکړه ليکونو له مخې به د ښځو چارو وزارت ښځو او د حج او اوقافو وزارت د دينې عالمانو له لارې خلکو ته د ټاکنو د اهميت په اړه پوهاوى ورکوي او په ټاکنو کې ونډې اخيستو ته به يې هڅوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.