غزني-کندهار (پژواک ۱۴ مرغومی ۹۲): چارواکي وايي، چې په غزني او کندهار ولايتونو کې په ځينو امنيتي پېښو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي، چې تېره ورځ د ګيلان په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه وشوه.
د نوموړي په وينا، چې د جګړې په دريو ساعتونو کې د قوماندان ملا احمد په ګډون پنځه وسله وال ووژل شول، څلور نور ټپيان دي او دوه موټر يې هم ويجاړ شوي دي.
دغه راز سلطاني وايي، نن سهار د غزني د مرکز اړوند د کابل_ کندهار پر لويه لار دوه ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د دريمې لوا وياند زياتوي، چې وسله والو څو ورځې مخکې درې ملکي وګړي له يو ټېلر موټر سره وتښتول، چې يو کس يې له ټېلر موټر سره د ملي اردو او پوليسو د ګډو هڅو په پايله کې ازاد شو، خو دوه نور وسله والو له ځان سره بيولي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د ګيلان په جګړه کې يې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او څلور سيمه ييز پوليس وژلي دي.
د ګيلان ولسوال محبوب الله سباوون مني، چې يو تن ساتنمن احمدشاه وژل شوى او نورو پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
دغه راز د کندهار ولايت د رسنيو مسوول جاوېد فيصل وايي، چې تېره ورځ په شاوليکوټ ولسوالۍ کې له پوليسو سره په جګړه کې د طالبانو له لوري د سيمې د قوماندان مرستيال، مولوي او د هغه يو ساتونکى وژل شوي دي.
د فيصل په وينا، تېر مازديګر د پنجوايي په ولسوالۍ کې پر يو شخصي تراکتور د ماين چاودنې دوه کسه ټپيان کړي دي.
طالبانو د کندهار د پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن