ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټاکنې به د ٣٠٠ زره ملي او نړيوالو څارونکو له خوا څارل کېږي

ټاکنې به د ٣٠٠ زره ملي او نړيوالو څارونکو له خوا څارل کېږي

author avatar
4 Jan 2014 - 15:59
ټاکنې به د ٣٠٠ زره ملي او نړيوالو څارونکو له خوا څارل کېږي
author avatar
4 Jan 2014 - 15:59

کابل (پژواک  ١٤ مرغومى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى، چې له راتلونکو ټاکنو به احتمالاً ٣٠٠ زره ملي او نړيوال څارونکي څارنه وکړي.

د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور له ټاکنو څارنه او مشاهده يو مهم اصل وباله او ويې ويل، چې ټولو مدني بنسټونو ته به زمينه مساعده شي، چې د خپلې خوښې له ټاکنيز مرکز څخه څارنه او مشاهده وکړي.

هغه زياته کړه، هغه ميکانيزمونه چې په دې برخه کې په نظر کې نيول شوي، ډېر ساده او اسان دي او هر بنسټ چې غواړي کولى شي، چې کمېسيون ته مراجعه وکړي، خو اصلي شرط دا دى چې څارونکى بنسټ بايد په عدليې يا اقتصاد وزارت کې ثبت شوى وي، څو کمېسيون په همدغه بنسټ اعتبار ليک ورکړي او دوى وکولى شي، چې له ټاکنيز بهيره څارنه وکړي.

نور چې نن يې د ”معرفى اجمالى همايش نظارت جوان برانتخابات” تر نوم لاندې ناستې ته په کابل کې خبرې کولې، وويل چې تر اوسه  پورې ١٢٠ نړيوالو او کورنيو  څارونکو بنسټونو  خپل ځان د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې ثبت کړى، خپل ١٤٠٠ استازي يې معرفي کړي او له کمېسيون څخه يې د څارنې کارت اخيستى دى.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند د دغو بنسټونو نوليکنه په ځانګړي ډول له ټاکنو څارنه يو لوى ګام وباله او زياته يې کړه: “احتمال لري، چې د راتلونکي کال په ټاکنو کې تر ٣٠٠ پورې کورني او نړيوال څارونکي ولري.”

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦مه نېټه ترسره شي.

نور وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دې وروستيو کې له هغو نړيوالو بنسټونو چې د بېلابېلو هېوادونو له ټاکنو څارنه کوي، لکه اروپايي ټولنه، سارک هېوادونو بنسټونه (د سوېلي اسيا د همکاريو سيمه ييز سازمان) ته بلنليکونه واستول او ترې ويې غوښتل چې له ټاکنو څارنه وکړي او له دغه بهير نه له نږدې کتنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند له ټاکنو د څارنې په برخه کې د ځوانانو رول مهم وباله او ويې ويل، چې ځوانان بايد له کمېسيون سره په دې برخه  کې همکاري وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې ځوانان  د راتلونکي کال د ټاکنو برخه اخيستونکو ډېره برخه جوړوي او د هغو احصاييو له مخې، چې د مرکزي احصايې ادارې له خوا د ټاکنو کمېسيو ته ورکړل شوې، له ٧٠ سلنې زيات رايه ورکوونکي ځوانان دي، چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه تصميم نيسي.

نور زياته کړه، چې په افغانستان کې نږدې ١٢ ميليونه په شرايط برابر رايه ورکوونکي شته، چې بايد د راتلونکي کال په ټاکنو کې برخه واخلي او دا ځوانان دي، چې کولى شي، په دې برخه کې د راتلونکو ټاکنو په اړه خلک وپوهوي او په دې پروسه کې يې برخه اخيستنې ته وهڅوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون سږ کال  د هېواد په کچه څلور ميليونه وګړي د رايې ورکونې په شرايط برابر ګڼلي او وايي چې له دې ډلې يې تر اوسه د ښځو او نارينه وو په ګډون درې ميليونه کسانو د رايې ورکونې کارتونه اخيستي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ” نوې کرښې” په نوم يو ټولنيز او مدني سازمان غواړي، څو د ټاکنو له پروسې څخه د څارنې لپاره دوه زره څارونکي د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ور وپېژني.

د دغه سازمان رييس فهيم صديقي وويل: “موږ د افغانستان له څلورو زونونو څخه له دوو زرو څخه زيات ځوانان د ټاکنې له پروسې څخه د څارنې لپاره چمتو کړي دي، څو خپل ملي او وطني مسووليت ترسره او له دې ملي بهير نه ملاتړ او څارنه وکړو.”

نوې کرښه په نوم سازمان غړې هاجرې محمدي په ټاکنو کې د ځوانانو ګډون او څارنه مهمه وبلله او ويې ويل، چې د خلکو رايه او له ټاکنو څارنه کولى شي، چې د ټاکنو روڼوالى خوندي کړي.

هغه زياته کړه، چې د راتلونکو ټاکنو په اړه ځوان يو بل ته لاس ورکوي او غواړي، چې له ټاکنو څارنه وکړي، څو د درغليو سلنه په کې ښکته او د روڼتيا کچه په کې اوچت حد ته ورسوي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تيفا) رييس نعيم ايوب زاده وويل، هغه وضعيت ته په پام سره چې په افغانستان کې حاکم دى، د مدني ټولنې رول د افغانستان په ديموکراتيکه پروسه کې د بريالۍ کيلي په توګه مرسته کولى شي، په دې شرط چې د ټاکنو له پروسې څخه بې لوري او مسلکي څارنه ترسره شي.

ايوب زاده زياته کړه: “څارنه يواځې په دې مانا نه ده، چې يواځې له ټاکنو کمېسيون څخه باور ليک واخلو او د ټاکنو په پروسه کې ګډون وکړو،  که چېرې د ټاکنو پروسې څارونکي، غوره روزنه ونه لري، نو ګرانه ده چې په ښه ډول له ټاکنو څخه څارنه وکولى شي.”

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ رييس هيله څرګنده کړه، چې يو څارونکى بايد د څارنې په برخه کې غوره روزنه او د اړتيا وړ مهارت ولري، څو وکولى شي د ټاکنو له پروسې نه مسلکي او بې پرې څارنه تر سره کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.