ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بچه بازۍ عاملين بايد مجازات شي”

“د بچه بازۍ عاملين بايد مجازات شي”

author avatar
5 Jan 2014 - 19:23
“د بچه بازۍ عاملين بايد مجازات شي”
author avatar
5 Jan 2014 - 19:23

 کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩٢): د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د بچه بازۍ د دود له زياتېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې او اعلان يې کړى، چې بايد دغه عمل د يوې جرمي او کرغېړنې پديدې په توګه وګڼل شي او عاملان يې  مجازات شي.

 دغه کمېسيون له تېرو څو مياشتو راهيسې په افغانستان کې د بچه بازۍ د له منځه وړلو په موخه ملي څېړنه پر لاره اچولې او وايي، اوسمهال بچه بازي په يوه رسم بدله شوې او بايد دغه شومه پديده له منځه يوړل شي.

د بشر حقونو کمېسيون وايي، د دغه عمل عاملينو ته د جزا نه ورکول، د يادې شومې پديدې د پراخوالي لامل شوى دى.

 د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشرې سيما سمر، چې نن يې “د بچه بازۍ  کرغېړنې  کړنې په اړه عامه استماعيه غونډه” تر عنوان لاندې په ناسته کې خبرې کولې، دغه عمل د اسلامي او انساني اصولو پر خلاف وباله او ويې ويل، چې په افغانستان کې يادې کرغېړنې پديدې زياتوالى موندلى دى.

 هغې د قانون نه پلي کېدل او له حده پورته بېوزلي د دغې کړنې عمده لاملونه وبلل او زياته يې کړه، پخوا هم د بچه بازۍ عمل شتون درلود، خو اوس يې د پخوا په پرتله پراختيا موندلى دى.

د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشرې زياته کړه: ټول هغه ماشومان، چې له دا ډول وضعيت سره مخ کېږي، له هره اړخه يې حقونه تر پښو لاندې کېږي، په ټولنه کې يې شخصيت وژل کېږي او يو ډول عقده له ځانه سره ساتي او په راتلونکي کې دغه شان کړنه، چې پر ده تر سره شوې، پر يوه بل ماشوم کوي، ترڅو داسې فکر وکړي چې ګواکې خپل انتقام يې اخيستى دى.

مېرمن سمر زياته کړه، چې هلکانو ته د نجونو جامې وراغوندي او په پښو کې ورته ګنګړي تړي او بيا دوى په محفلونو کې ګډوي او جوته ده، چې له ګډولو وروسته ورسره نامناسب چلند هم کېږي او د ماشومانو شخصيت وژني.

د بشر حقونو کمېسيون مشرې، هلک ساتنه يوه ناوړه پديده وبلله او دغه راز يې له انساني کرامت څخه کلکه سرغړونه وبلله او ويې ويل: “که موږ دغه شومه پديده له منځه نه شو وړلى، نو بايد داسې کړنې تر سره شي، چې دغه عمل کم او جرم وبلل شي.”

د بشر حقونو کمېسيون، له اړوندو دولتي بنسټونو، مدني ټولنې، رسنيو او ټولو هغو کسانو، چې د بشر حقونو پر وړاندې د مسووليت احساس کوي، په دغې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د کار او ټولنيزو چارو وزيرې امنې افضلي په ياده ناسته کې، جګړه او فقر د هلک ساتنې لامللونه وبلل او د اندېښنې په څرګندولو يې وويل، چې د دا ډول عمل ترسره کوونکو ته بايد په قانون کې مجازات وټاکل شي.

هغې زياته کړه، د کار او ټولنيزو چارو وزارت د يوه ارګان په توګه، چې د ماشومانو د حقونو په برخه کې کار کوي، په دغې برخه کې د بشر حقونو له کمېسيون سره مرسته کوي.

د کابل ولايت د ماشومانو د لومړنۍ محکمې مشرې هما عليزوى وويل، دغه کرغېړنه پديده له ٢٠٠٢ کال راپدېخوا د زياتېدو په حال کې ده او د ځينو کسانو ترمنځ د زور ښودنې لامل ګرځېدلې ده.

هغې وويل، دغه ډول کسان له يو شمېر هلکانو سره يوه مجلس ته دننه کېږي او پر وړاندې يې ښه ډوډۍ هم اېښودل کېږي او خلک د دې لپاره چې له دوى د ډار احساس کوي او داسې فکر کوي، چې ګواکې زورواکى دى، نو ډېر احترام ورته کوي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.