ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان والي پر فساد تورن شو

author avatar
5 Jan 2014 - 16:34
author avatar
5 Jan 2014 - 16:34

کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩٢ ): د مشرانو جرګې يو پلاوى، د سمنګانو والي پر فساد تورنوي او وايي، چې د سمنګانو په لاريون کې د والي ساتونکو دوه تنه وژلي او ١٣ يې ټپيان کړي دي، خو والي دغه څرګندونې په کلکه ردوي.

تېره اونۍ څو ځلې په سمنګانو کې د دغه ولايت د والي خيرالله انوش په پلوۍ او د هغه پر ضد لاريونونه وشول. له دغو لاريونونو څخه په يوه کې دوه تنه ووژل شول او يو شمېر ټپيان شول.

لاريون کوونکو دعوه کوله، چې والي په فساد کې لاس لري او بايد له دندې ګوښه شي.

مشرانو جرګې په دې اړه د څېړنو په موخه سمنګانو ته يو پلاوى واستاوه چې تېره ورځ بېرته کابل ته راستون شو.

په مشرانو جرګه کې د پنجشېر استازي او د ياد پلاوي غړي مولوي محمد فيضي، نن د جرګې عمومي غونډې ته د پلاوي د څېړنو راپور وړاندې کړ.

د هغه په وينا، د پلاوي څېړنې ښيي، چې لاريون کوونکو له اساسي قانون سره سم لاريون کړى او هېچا ته يې مالي او ځاني زيان نه دى اړولى.

خو د ده په وينا، څېړنې ښيي چې د روانې مياشتې په لسمه د لاريون پر مهال د سمنګانو د والي خيرالله انوش ساتونکو پر لاريون کوونکو ډزې کړې، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

هغه وايي، چې لاريون کوونکو د مشرانو جرګې پلاوي ته هغه اسناد هم ښکاره کړل چې له مخې يې انوش په اخلاقي او اداري فساد کې لاس لري.

د فيضي په وينا، د سمنګانو د خلکو غوښتنه دا ده، چې والي بايد له دندې ګوښه شي او د ده په ګډون د دغه ولايت څارنوال او د بشري منابعو مشر، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

دى وايي، خلکو ورته ويلي چې د سمنګانو څارنوال او د بشري منابعو مشر هم په اداري فساد کې له والي سره شريک دي.

خو د سمنګانو والي خيرالله انوش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مشرانو جرګې د پلاوي راپور غير عادلانه او له حقيقتونو لرى دى.

هغه زياته کړه: ((د مشرانو جرګې غړي دلته د فاتحى لپاره راغلي و، کوم رسمي پلاوى نه و، ځکه ماته يې کوم مکتوب نه دى راوړى.))

د انوش په وينا، د مشرانو جرګې غړي که د ده د اخلاقي او يا اداري فساد په اړه کوم اسناد ولري، دى حاضر دى چې په اړه يې په محکمه کې ځواب ووايي.

 د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، چې هغه هم سمنګانو ته د تللي پلاوي غړيتوب درلود، وويل: ((موږ چې کله سمنګانو ته لاړو هلته ډير وضعيت خراب و، هرې خواته لاريونونه وو.))

ايزديار وايي، چې د مشرانو جرګې د پلاوي ترڅنګ، د ولسمشرۍ ماڼۍ او سيمه ييزو ارګانونو ادارې پلاوي هم د يادې موضوع د څيړلو په موخه سمنګانو ته تللي وو.

ده زياته کړه، چې د مشرانو جرګې پلاوي د سمنګانو له لاريون کوونکو څخه ژمنه اخيستي چې د يادو پلاويو تر پرېکړې به لاريون نه کوي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، چې د دې موضو ع د څېړلو لپاره ټول موظف شوي پلاوي بايد د موضوع په اړه ګډه عادلانه پرېکړه وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.