غزني ښار(پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې پنځه وسله وال طالبان ووژل او څلور يې ټپيان کړل.
دګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبانو غوښتل د شېلې په سيمه کې پر لويه لار ماين خښ کړي، خو ماين پرې وچاودېد.
خير خواه زياته کړه، وسله والو طالبانو پلان درلود، چې په دې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدوکړي او لارې پر ماينونو پرش کړي.
د ولسوال په خبره، د وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې دي، خو طالبانو تر دې مهاله د پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د غزني د مرکز اړوند سيمه کې د کابل _ کندهار پر لويه لاره دوه طالبان د خپل ماين چاودنې له امله ووژل شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن