ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې د شاتو توليدوونکي زيانمن شوي

په تخار کې د شاتو توليدوونکي زيانمن شوي

author avatar
5 Jan 2014 - 16:26
په تخار کې د شاتو توليدوونکي زيانمن شوي
author avatar
5 Jan 2014 - 16:26

 تالقان (پژواک ١٥ مرغومى ٩٢): سره له دې چې سږ کال په تخار ولايت کې د شاتو توليدات کم شوي او د شاتو مچۍ زيانمنې شوې، خو دا غښتلې او خوندوره د خوړو ماده لا هم ښه بازار لري.

شات (عسل) يو ډول خوندوره او ګټوره د خوړو ماده ده، چې د شاتو مچيو په وسيله د طبيعي او د مېوو له ګلانو تر تعذيې وروسته ترلاسه کېږي.

د شاتو مچۍ لرل او د شاتو توليدول د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د شاتو مچيو د لرونکو لپاره د عايد يوه غوره سرچينه جوړوي.

 خو د تخار ولايت د کرنې رياست چارواکي وايي چې د شاتو حاصلات يې د تېر کال په پرتله کم شوي دي.

 د تخار د کرنيزو کوپراتيفونو عمومي مدير اميرخان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر کال ١٠ ټنه شات ترلاسه شوي وو، خو سږ کال شپږ نيم ټنو ته را ښکته شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په تخار کې د شاتو د توليد ١٠ کوپراتيفونه لري، چې په ټولو کې يې په ورځيني ډول ٣٠٠ زره کسان په کار بوخت کړي دي.

د تخار د کوپراتيفونو رييس د شاتو مچيو د حاصلاتو د کمښت علت ګرد او غبار او په دوبي کې  بې وخته ورښتونه وګڼل او زياته يې کړه، چې له همدې امله د شاتو مچيو په مناسبه کچه شات توليد نه کړل.

 نوموړي وويل، چې ٢٠ سلنه د شاتو مچۍ د اوبو او هوا د نا مساعدوالي له امله مړې شوې او  کاروباريانو ته يې زيات زيانونه اړولي دي.

 د شاتو ځيني توليدونکي وايي، چې د توليد کمښت يې اقتصاد ته سخته ضربه ورکړې، خو وايي چې د محصولاتو پلور بازار يې ښه دى.

 د تخار مرکز تالقان په خس کپه سيمه کې د شاتو يوه توليدوونکي سيدشريف وويل، چې له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې شات توليدوي، تېر کال يې ٧٠ کيلو او سږ کال يې ٥٦ کيلو شات توليد کړي دي.

 نوموړي زياته کړه، چې اړوند کوپراتيف يې ٢٥ صندوقه مچۍ  لري او توليد شوي شات په تالقانو ښار کې يې پلوري.

 نوموړي زياته کړه، چې د پلور بازار يې ښه دى، کمه اندازه شات  يې پاتې دي او خلک هم کورني شات چې ښه کيفيت او خوند لري، د بهرنيو شاتو په پرتله ارزښت ورکوي.

د شاتو مچۍ د غرنيو ګلونو، شين شوبو، سيچ، د عکاسي او شکر ونو له پاڼو څخه تغذيه کوي او په يوه کال کې دوه ځلې حاصل ورکوي، چې يوه کيلو شات يې په ٥٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

 سيدشريف زياته کړه، چې تر اوسه د دوى شاتو نړيوال بازار ته لار نه ده موندلې، خو تېر کال د فرانسې وګړو د دوى يوه بسته توليد کړي شات وپېرل او له ځان سره يې فرانسې ته يوړل.

 نوموړي له اړوندو ارګانونو څخه غوښتنه وکړه، چې د هېواد په دننه او بهر د دوى توليد ته بازار ومومي او د توليداتو د توليد، پروسس او بسته بندۍ د پراختيا لپاره يو واحد مرکز رامنځته کړي.

خو د تخار د کرنې رييس انجنير محمد سالم ساعي وويل چې د شاتو توليدات د نورو ولايتونو په پرتله غوړېږي او له همکارو موسسو او بنسټونو سره يې د دغه توليد د بازار موندنې او فني پروسس په برخه کې هڅې روانې دي.

هغه زياته کړه، چې د شاتو د توليد مرکزونه د تالقانو ښار او د فرخار، ګلفګان او دشت کلا ولسوالۍ کې شتون لري، چې د اغاخان د پراختيايي شبکې (ايکيدن) او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې  نړيوال سازمان (FAO ) په مرسته مخکې ځي.

د شاتو مچۍ د يوه غوره نظام او منظم حيرانوونکي سيستم درلودونکي دي.

 د ملکه، کارګر او مذکر په نومونو درې ډوله مچۍ شته. ملکه د شاتو مچيو پاچا ده، چې د هوا د معتدل والي په صورت کې په ورځني ډول ٣٥٠٠ هګۍ اچوي.

کارګر مچۍ له بهره شات راوړي او مذکر (نارينه) مچۍ تر ډېره توليد شوي شات خوري، دغه کار مضر دى او دا ډول مچۍ د نورو مچيو له خوا له صندوقونو را ايستل کېږي او له منځه وړل کېږي.

کارګر مچۍ بيا د صندوق په خوله کې د پيره دار او يا ډاکتر په توګه دنده اجرا کوي او هرکله چې يوه مچۍ د ګل له شېرې پرته را ستنه شي او پښې يې چټلې وي، نو سر  يې غوڅوي.

مچۍ لرونکي وايي، چې يوه مچۍ ٤٥ کاله عمر لري او په هره مياشت کې له هره صندوقه دوه ځلې  ٢٠ کيلوګرامه شات ترلاسه کېږي.

شات د انسان د روغتيا لپاره ګټور دي.

د قرانکريم د ١٤ سيپارې په “النخل” نومي سورت کې عسل ياد  شوي او د دغه سورت په يوه ايت کې راغلي دي:” … په هغه کې ( شات) د انسان لپاره شفا دي…”

 شات د ميندو لپاره هم يوه غوره تغذيه ده،  شيدې ورکوونکې مېرمنې کولى شي، چې له شاتو څخه چې قوي خواړه دي، کار واخلي.

 د شاتو په اړه ترسره شوو څېړنو د دې مادې زياتې ګټې واضح کړې او مينه وال يې هم ورځ تر ورځې زياتېږي. 

د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د شوو سروګانو پر بنسټ هر شخص په مياشت کې يو نيم کيلو شات مصرفوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.