ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لښکرګاه کې د يونيم کيلومتر پارک ځمکه له غصبه وژغورل شوه

په لښکرګاه کې د يونيم کيلومتر پارک ځمکه له غصبه وژغورل شوه

author avatar
5 Jan 2014 - 14:23
په لښکرګاه کې د يونيم کيلومتر پارک ځمکه له غصبه وژغورل شوه
author avatar
5 Jan 2014 - 14:23

لښكرګاه (پژواك ١٥ مرغومى ۹۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هغه يونيم کيلومتر پارک د جوړېدو چارې پيل شوې، چې ځمکه يې خلکو او هټۍ والو غصب کړې وه.

د لښكرګاه ښاروال محمد فاضل ساپى وايي، د پخواني ماسټر پلان له مخې دغه ځمکه د پارک لپاره ځانګړې شوې وه، خو په تېرو دوو لسيزو کې خلکو په کې خپلسري دوکانونه جوړ کړي وو.

 د نوموړي په وينا، د ولسمشر د فرمان له مخې بايد چې دا ځمکه له زورواکو را ګرځول شوې واى او له پلان سره سم پرې شنه سيمه جوړه شوې واى.

ښاروال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پارک چې يو نيم کيلومتر اوږد او اتيا متره سور لري بايد د لښکرګاه ښار د شنه کمربند پر سيمه بدل شي، چې سمدستې ٢٠٠٠ دوکانونه له منځه وړل شوي او په بدل کې هټۍ والو ته د ښار په نورو مناسبو ځايونو کې ځاى ورکړل شوى دى.

 د ښار وال په وينا، د دغه پارک د جوړولو لپاره ځانګړې بوديجه نه لري خو اوس يې دغه چارې اوو ادارو پر غاړه اخيستې،چې د ښاروالۍ تر څنګ ملي امنيت، امنيه قومانداني، د پوليسو شپږم سرحدي زون، د عامه نظم د پوليسو لوا، قول اردو، د ترانسپورټ،كرنې او مستوفيت رياستونو له خوا يې مالي لګښـت وركول كېږي.

 د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د پارك د بنسټ د ډبرې اېښودو پر مهال خبريالانو ته وويل، ټولې هغه سيمې چې د شنه كمربند په سيمه کې راځي له هټيو پاکې کړې او ښاروالۍ ته سپارل شوې دي.

 د والي په وينا، که چېرې په ښار کې پخوانى ماسټر پلان پلى شي له يو لوري به د ښار ښکلا زياته شي او له بلې خوا به د خلکو لپاره تفريح ځايونه پيدا شي.

 په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نيسمه نيازۍ وايي، د خلکو په منځ کې دا اوازه وه، چې د پارک ځمکه به د چارواکو تر منځ ووېشل شي خو اوس دا ګونګسې هم له منځه ولاړې.

 هغې زياته کړه، د دغه پارک په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار پخوانى ماسټر پلان هم بشپړ شي او دغه راز به يوه زياته اندازه دولتي ځمکه د زورواکو او خپلسرو هټۍ والو له منګولو وژغورل شي.

د ښار يو اوسېدونکى عبدالروف چې د دغه پارک په سيمه کې يې دوکان لاره پر دې خوشاله دى، چې د ښار مرکزي سيمه پر يوه عصري تفريځ ځاى بدله شي.

دى زياتوي، هټۍ والو ته په مناسب ځاى کې دوکانونه ورکړل شوي، چې له دې سره به د لښکرګاه تنګ ښار هم يو څه پراخ شي.

د يادولو ده، چې د لښکرګاه ښار په پخواني ماسټر پلان کې شاملې ډېرې ځمکې د خلکو له لوري نيول شوې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.