لښکرګاه (پژواک ١٥ مرغومى ٩٢): په هلمند کې چارواکي وايي ، چې د وسله والو طالبانو له خوا د يوه توغول شوي توغندي له امله پنځه عام وګړي وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په ١٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پېښه تېره ورځ ناوخته د ګرشک ولسوالۍ د کمپرک مانده سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوى توغندى په ياده سيمه کې د ملکي وګړو پر هغه سراچه موټر لګېدلى ، چې سنګين ولسوالۍ ته روان وو.
د ځواک په خبره، په موټر کې سپاره دوه ښځې او درې نارينه، چې د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي وو، وژل شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي ، چې د سنګين ولسوالۍ د پوليسو ديوې پوستې قوماندان باندې يې بريد کړى او هغه يې وژلى دى.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند امنيتي چارواکو ١٢ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
په دغه ولايت کې د سرحدي پوليسو د شپږم زون رييس ارکان حميدالله صديقي پژواک ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د خانشين ولسوالۍ د تاغز په سيمه کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ په جګړه کې درې وسله وال وژل شوي او ٩ نور ژوبل دي.
نوموړي وويل، وسله والو طالبانو خپل مړي او ټپيان د ديشو ولسوالۍ له لاري پاکستان ته اړولي دي.
نوموړي وويل په دې پېښه کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن