ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پيلوټه الوتکې بريدکې دوه وسله وال طالبان ووژل شول

author avatar
6 Jan 2014 - 18:17
author avatar
6 Jan 2014 - 18:17

جلال اباد (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې په بټي کوټ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د طالبانو دوه مهم غړي وژل شوي او درې نور سخت ټپيان دي.

 د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن له غرمې وروسته ٢ بجې، د بټي کوټ په چهاردهي سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر يوه کرولا موټر تر سره شوى دى.

 هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې په موټر کې ناست دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي او موټر هم له وسلو سره يو ځاى له منځه تللى دى.

شېرزاد د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې د دغو کسانو په منځ کې د طالبانو مهم غړي هم شامل دي.

 خو يوې امنيتې سرچينې، چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې د دوى د معلوماتو له مخې، په دغه موټر کې د طالبانو د يوه مهم قوماندان مولوي عبدالله کسان سپاره وو او ويل کېږي، چې د دغه قوماندان ورور هم په دغه بريد کې وژل شوى دى.

د سيمې يوه اوسېدونکي اکبرخان وويل، چې له دې بريد وروسته وسله وال طالبان سيمې ته راغلل، خو د پوليسو له رارسېدو وروسته وتښتېدل او پوليسو ياده سيمه کلابنده کړه.

 هغه زياته کړه: ” ما دوه مړي وليدل، چې په دغه ځاى کې پراته وو او کرولا موټر هم ټوټې ټوټې شوى و.”

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادولو ده، چې پرون د بټي کوټ ولسوالۍ په غنبرخانه سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په يوه بل بريد کې هم ٩ طالبان وژل شوي وو.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.