پل علم( پژواک، ١٨ مرغومى ٩٢): د لوګر د برېښنا چارواکي وايي،چې له تېرو درېيو کلونو يې دولتي ادارې ٣،٣ ميليونه افغانۍ پوروړې دي، چې له امله يې د برېښنا رياست زيانمن کړى.
د لوګر د برېښنا رياست امر انجنير نورالدين ستانکزي پژواک خبری اژانس ته وويل، چې د ولايت په ګډون څارنوالي، محکمه، حج اوقاف، شهيدان اومعلولين، کډوالو او راستنېدونکو
ر ياستونه هغه ادارې دي، چې د برېښنا بيل يې ځنډولى دى.
د نوموړي په وينا، په دې اړه يې په مکتوبي او شفاهي ډول د خپلو پورونو غوښتنه کړې ، خو تر دې مهاله پيسې نه دي ورکړل شوې.
هغه زياتوي،د برېښناامريت يوه مصرفي تصدي ده، چې خپل ټول لګښتونه له خپل عايد څخه پوره کوي، که يې پور وځنډول شي د ټول پل علم برېښنا به اغېزمنه شي.
د ستانکزي په خبره، د دولتي ادارو تر څنګ د سهار له ٩ د ماسپښين تر درېيو او د ماښام له پنځو بيا د شپې تر ١١ بجو د پل علم ١٣٠٠ کورنيو او د ښار هټيو او مارکېټونو ته برېښنا ورکوي، چې خپل لګښتونه له برېښنا پېرونکو پوره کوي.
د برېښنا د امر په وينا، د وى هر کيلواټ ډيزلي برېښنا د عامو خلکو لپاره په ٢٥، سوداګريزو سيمو ته په ٣٥ او دولتي ادارو ته په ٤٥ افغانيو ورکوي.
د لوګر مرستيال والي محمد هاشم فيضي هم د امني، چې د ولايت مقام د برېښنا رياست درې ميليونه افغانۍ پوروړى دى.
فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پور د تېرو درېيو کلونو عتيق الله لودين او طاهر خان صبري له دورو پاتې دى، چې اوسنۍ اداره يې ورکړې ته اړه ده.
د ده په وينا، ولايتي اداره هڅه کوي، خپل پور په مناسب وخت کې پرې کړي، هغه زياته کړه چې له نورو ادارو يې هم غوښتنه کړې، تر څو د برېښنا ادارې ته خپل پور وسپاري.
دا په داسې حال کې ده،چې يو کال مخکې د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ژمنه کړې وه، چې لوګر ته به له پلازمېنې کابل څخه د وارداتي برېښنا مزې وغځوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن