ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهار څخه د ٥٩ ميليونه ډالرو په ارزښت مېوه صادر شوې

author avatar
8 Jan 2014 - 16:53
author avatar
8 Jan 2014 - 16:53

 کندهار ( پژواک ١٨ مرغومى ٩٢ ) : د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال بهر ته د وچې او تازه مېوې په صادراتو کې ٣٠ سلنه زياتوالى راغلى دى.

 چارواکي دغه زياتوالى د مېوو د ښې بسته بندۍ(پيکنګ) او د بهرني مارکېټ د زياتې تقاضا له امله ګڼي.

 د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې که څه هم د صادراتو په برخه کې ګڼې ستونزې پر ځاى پاتې دي، خو بيا هم د تېر په پرتله د صادراتو کچه زياته شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې په تېر ١٣٩١ کال کې له کندهار ولايت څخه ٤٦ زره ټنه وچه او تازه مېوه د څه له پاسه ٥٦ ميليونه او ٦٦٩ زره امريکايي ډالرو په ارزښت بهر ته  صادره شوې، خو د روان ١٣٩٢ کال په تېرو نهو مياشتو کې ٥٣ زره ټنه وچه او تازه مېوه د څه د پاسه ٥٩ ميليونه او  ٤١٦ زره امريکايي ډالرو په ارزښت بهر ته صادره شوې ده.

دى وايي، په داسې حال کې ، چې ١٣٩٢ کال پاى ته نه دى رسېدلى او دا يواځې د تېرو نهو مياشتو ارقام دي.

د نوموړي په وينا، په همدې بنسټ ويلاى شي، چې د تېر کال په پرتله له کندهار څخه بهر ته د صادراتو په کچه کې ٣٠ سلنه زياتوالى راغلى دى.

په صادره شوې  تازه مېوه کې انار، انګور، خټکي او نور، په وچه مېوه کې کشمش، انځر، ابجوشې، هفتاوۍ(ارتاوۍ) او کشته، په طبي بوټو کې شيرين بويه، خوږه ولې، توره او سپينه زيره، خاکشير او په حبوباتو کې تور او شنه ماش شامل دي.

 بينا وايي، د يادو شوو توکو ډېره برخه هندوستان او پاکستان ته صادر شوي دي.

 نوموړي د دې تر څنګ خبر ورکړ، چې په روان کال کې د لومړي ځل لپاره تر ٥ زره ټيه زيات پياز هم هندوستان هېواد ته صادر شول، چې مجموعي ارزښت يې ٢ ميليونه امريکايي ډالر کېږي.

 ده وويل، سږ کال د کندهار په ډنډ، ارغنداب، ژيړۍ او پنجوايي ولسواليو کې په زياته کچه پياز کرل شوي او ښه حاصلات يې ورکړي وو، چې له لږه اندازه يې پاکستان او زياته اندازه يې هندوستان ته د سوداګرو له خوا يووړل شول.

 هغه که څه هم له کندهاره د مېوو د صادارتو زياتوالى يوه ښه لاسته راوړنه وګڼله، خو ولې په دې برخه کې يې د ستونزو يادونه هم وکړه.

 ده وويل، پاکستان تل د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې زېږولي، چې ښه بېلګه يې د روان کال د دوبي موسم په اخر کې د څو ورځو لپاره د پولې تړل وو.

 د ده په خبره، افغان سوداګر د تازه مېوې د لېږد لپاره ايرکنډېشن موټرونه نه لري، چې په دغسې مواردو کې تازه مېوې ته زيان اوړي او خرابېږي.

 نوموړي د هوا له لارې د کارګو الوتکو نشتوالى هم يوه لويه ستونزه وګڼله او ويې ويل، چې که څه هم د کندهار وچه او تازه مېوه د اروپا او امريکا په بازارونو کې ښه شهرت لري، خو نه شي کولى دغو هېوادونو ته مېوه صادره کړي.

 دى وايي، په دې برخه کې يې ډېرې هلې ځلې کړې دي، خو تر اوسه د يوه هېواد د کارګو الوتکو شرکت نه دى حاضر شوى، چې مېوه د هوا له لارې د نړۍ مارکېټونو ته ورسوي.

 د کندهار ولايت د مېوو سوداګر هم د ستونزو يادونه کوي او وايي، د افغانستان حکومت بايد د صادراتو په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي، ځکه اوس مهال د هېواد د سوداګرۍ په برخه کې تر صادراتو د وارداتو کچه لوړه ده.

 دتازه مېوې يوه سوداګر حاجي فيض الله پژواک خبري اژانس ته وويل، اوس مهال د صادراتو په برخه کې ټوله تکيه د پاکستان پر لاره ده، په داسې حال کې چې دغه هېواد تل د هغوى پر وړاندې ستونزې جوړوي.

 دى وايي، پاکستان نه يواځې چې د صادراتو پر مهال په وار وار ګډه پوله تړي، بلکې د افغانستان د مېوو ډېره ګټه هم په خپله تر لاسه کوي، ځکه هغوى د کندهار مېوې د پاکستان مېوې په نوم نورو بهرنيو هېوادونو ته وړي.

 هغه وويل، چې په تېرو څو ورځو کې ايران ته د ولسمشر له سفر سره په سوداګرو کې دا هيلې را پيدا شوې، چې که د دغه هېواد د چاه بهار بند له لارې سوداګرۍ ته لاره برابره شي، نو نه يواځې هندوستان، بلکې نورو هېوادونو ته هم مېوې او نور د اړتيا وړ توکي صادرېدلاى شي.

 د ده په باور، د دغې لارې يوه ګټه دا ده ، چې افغان سوداګر به کولاى شي هندوستان ته د مېوو د صادارتو تر څنګ له هغه هېواده هم ځينې توکي خپل هېواد ته را وارد کړي، چې د پاکستانيو توکو په پرتله به يې کيفيت هم ډېر ښه وي.

 د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال هم چاه بهار بند د افغانستان د صادراتو په ګټه بولي، خو وايي، د تېرو لسو کلونو راهيسې دا موضوع خوله په خوله ګرځي، خو په عملي برخه کې څه نه دي شوي.

دى وايي، که دا کار وشي، نو د سوداګرۍ په وده کې به يو لوى پرمختګ وي او هغوى به وتوانېږئ، چې په زياته کچه وچه او تازه مېوه د هندوستان تر څنګ د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ولېږي.

 د يادونې ده، چې له ګڼو ستونزو سربېره له کندهار ولايت څخه هر کال د وچې او تازه مېوې صادراتو وده کړې ده.

 په ١٣٩٠ لمريز کال کې له کندهار څخه ټول صادرات ٢٨ زره ٣١٥ ټنه وو، چې مجموعي ارزښت يې ٣١ ميليونه ،٤٥٨ زره  او٤٤٤ امريکايي ډالر کېده.

 په ١٣٩١ لمريز کال کې بيا له دغه ولايت څخه ٥٦ زره او ٦٩٩ ټنه بېلابېل توکي صادر شوي، چې ټوليز ارزښت يې ٦٣ ميليونه، ٦٢٢ زره او ٩٠٧ امريکايي ډالر کېده او د ١٣٩١ کال په پرتله دوه برابره زياتوالى ښيي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.