ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پټرول تېلو، بورې او غوړيو بيې ټيټې شوې دي

د پټرول تېلو، بورې او غوړيو بيې ټيټې شوې دي

author avatar
9 Jan 2014 - 15:26
د پټرول تېلو، بورې او غوړيو بيې ټيټې شوې دي
author avatar
9 Jan 2014 - 15:26

کابل (پژواک ١٩ مرغومى ٩٢): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پټرول تېلو، بورې او غوړيو بيې رالوېدلې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د پنځوس کيلو پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ١٥٥٠ افغانيو څخه ١٥٠٠ افغانۍ او پنځه لېتره مومن غوړي له ٤٠٠ افغانۍ څخه ٣٩٠ افغانۍ ته راټيټ شوي دي.

هغه د بيو رالوېدل، کابل ښار ته د يادو توکو ډېر واردات په ګوته کړل.

نوموړي زياته کړه، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلو پاکستاني اوړو عمده پلور بيه ١٣٤٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلو شين اندونيزيايي چاى ١٧٥ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ دي.

په کابل ښار کې د ځينو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده هغه سره په ځينو برخو کې ډېر او په ځينو برخو کې توپير لري.

د کابل ښار په کارته سې کې يو پرچون پلور هټۍ وال خانعلي وايي، نن ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړه ١٤٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلو بوره ١٧٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ١٩٥٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٤٤٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٤٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د تېلو بيې هم را ټيټې شوې دي.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک مدير عبدالهادي وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په شان د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه ٦٢ افغانۍ ده، خو د پټرول تېلو بيه له ٦٢ افغانۍ څخه ٦٠ افغانيو ته رالوېدلې ده.

د لرګيو او اوبلن ګاز بيې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د تايمني اووم سړک يو ګاز پلورونکى احمد جاوېد وايي، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٦٥ افغانۍ ده.

په سرسبزۍ څلورلارې کې د لرګيو يوه پلورونکي محمد سلطان وويل، چې د تېرې اونۍ په څېر د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٧٥٠٠ افغانۍ او د يوه خروار ارچې لرګيو بيه ٦٨٠٠ افغانۍ ده.

د سرو زرو بيو هم کوم بدلون نه دى موندلى.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، نن د تېرې اونۍ په څېر د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢زره افغانۍ او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٦٠٠ افغانۍ ده.

د شهزاده سراى يوه صراف احمدشاه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٥٦،٤٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٣٣ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٥٦،٣٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٣٠ افغانۍ و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.