فراه (پژواک ١٩ مرغومى ٩٢): د فراه ولايت د پشترود ولسوالۍ د ګسکین کلي ښوونځي يو ښوونکى له درسي ټولګي څخه وتښتول شو.
د پشترود ولسوال غوث الدين نن (د مرغومي ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نصيراحمد نن له غرمې وړاندې تښتول شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې نصيراحمد د طالبانو د يوه مشر فضل الرحمن د کسانو له خوا چې د خاکسفيد ولسوالۍ د خوست کلي اوسېدونکى دى، تښتول شوى دى.
د ده په خبره، تېره ورځ د سيمې ځيني مشران فضل الرحمن ته ورغلل، څو دغه ښوونکى خوشى کړي، خو فضل الرحمن د نصيراحمد د خوشي کولو په بدل کې د شپږ ميله کلاشينکوفونو غوښتنه کړې ده.
د پشترود د ځوانانو شورا غړي تاجمير هم وويل، چې نصيراحمد ٢٣ کاله عمر لري او طالبانو له ټولګي څخه بيولى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن