ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په ځانمرګي بريد کې درې بريدکوونکي او يو پوليس وژل شوي

د هلمند په ځانمرګي بريد کې درې بريدکوونکي او يو پوليس وژل شوي

author avatar
9 Jan 2014 - 19:21
د هلمند په ځانمرګي بريد کې درې بريدکوونکي او يو پوليس وژل شوي
author avatar
9 Jan 2014 - 19:21

دوهم تعقيب: لښکرګاه (پژواک ١٩ مرغومى ٩٢): د هلمند چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې د پوليسو پر حوزې د ډله ييز ځانمرګي بريد له امله درې ځانمرګي بريدکوونکي او يو پوليس وژل شوي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مرغومي په ١٩مه د ماخوستن په شاوخوا اووه بجو د لښکرګاه د پوليسو پر لومړۍ حوزې درېيو ځانمرګو بريدکوونکو بريد کړى دى.

ده زياته کړه، يوه ځانمرګي د حوزې دروازې مخې ته د موټر بم چاودنه کړې او وژل شوى دى.

د هغه په وينا، دوهم بريد کوونکى د پوليسو په ډزو وژل شوى او درېيم په حوزې کې دننه خپل ځان ته چاودنه ورکړې ده.

نوموړى وايي، په دې پېښه کې پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

خو د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوه ډاکټر د نوم نه ښودو په شرط، پژواک اژانس ته وويل چې تردې مهاله، دوى ته د يوه پوليس جسد او پنځه ټپي پوليس ور وړل شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول زياتوي، اوسمهال وضعيت نورمال دى او ډزې بندې شوې دي.

له دې مخکې د هلمند د والي وياند عمر ځواک، پژواک ته ويلي و چې له دې بريد سره هم مهاله له يوه سوداګريز مارکېټ څخه د پوليسو پر حوزې ډزې کېږي.

وسله والو مخالفينو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.