ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شيرخان بندر د ګمرک عوايد له  ٧٣٠ ميليون افغانيو زيات شوي

د شيرخان بندر د ګمرک عوايد له ٧٣٠ ميليون افغانيو زيات شوي

author avatar
11 Jan 2014 - 15:42
د شيرخان بندر د ګمرک عوايد له  ٧٣٠ ميليون افغانيو زيات شوي
author avatar
11 Jan 2014 - 15:42

  کندوز(پژواک ٢١ مرغومى ٩٢): د کندوز ولايت د شېرخان بندر چارواکي سږ کال ددې بندر په عوايدو کې د ١٣٠ ميليون افغانيو زياتوالي خبر ورکوي، خو سوداګر بيا په ګمرک کې د اسنادو د قانوني پړاوونو  وهلو له  سستوالي شکايت کوي.

شېرخان بندر له تاجکستان سره په پوله د هېواد له مهمو بندرونو څخه دى، چې سوداګريز مالونه ترې د امو سيند له پله تر تېرېدو وروسته د افغانستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ صادر او واردېږي.

شهاب الدین باور رییس گمرک شیرخان

 د شيرخان بندر رييس شهاب الدين دلاور وايي، چې ددې ادارې عوايد د١٣٩١ مالي کال په ١٢ مياشتو کې  له ٦٠٠ ميليونو زيات و، خو دا عوايد د ١٣٩٢ کال په ورته موده کې له ٧٣٠ ميليونو څخه زيات دي.

نوموړى، چې نن يې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې، د دې ډېرښت علت يې په سوداګريزو چارو کې اسانتيا، په سرحدونو کې د امنيت خونديتوب، د کارکوونکو د ظرفيتونو لوړول، له اداري فساد سره مبارزه او په دې بندر کې د سوداګرو د کارونو لپاره د مناسبو شرايطو را منځته کول وبلل.

باور زياته کړه، چې د افغانستان صادرات سمنټ، بوره، لاسي صنايع ، نشه يي توکي او …، خو واردات بيا له نفتي او ودانيزو توکو، سيخ ګول ، خوراکي توکو لکه اوړو، پيازو او يو شمېر پرچون توکو څخه عبارت دي.

خو د شېرخان بندر رييس وويل، چې له دې بندر نه په ورځني ډول له ٥ څخه تر ٦ موټرو پورې واردات، خو له ٨٠ څخه تر ٩٠ موټرو پورې صادرات ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، چې تېر کال ٣٨٦٠ موټر، خو سږکال ٢٥١٠ موټره سوداګريز مالونه هېواد ته را وارد  کړي او دا شمېر ٤٣ سلنه کمښت څرګندوي.

ځينې سوداګر سره ددې، چې د سوداګريزو کارونو د ښه والي خبرې کوي، خ

و په خپلو چارو کې د د اسانتياوو غوښتونکي دي.

په شېرخان بندر کې يوه ملي سوداګر فتح محمد پژواک خبري اژانس ته وويل :(( خپله د سمنټو سوداګر يم او په اونۍ کې يو ځل له ٤٠٠ بوريو زيات سمنټ تاجکستان ته لېږم، په هغه هېواد کې يې د پلور بازار هم ښه دى.))

دې سوداګر هم  په سستۍ سره د اسنادو قانوني پړاو يوه ستونزه وبلله او زياته يې کړه:  که چېرته د سوداګرو  ګمرکي اسناد له اړوندو شعبو څخه  په چټکۍ  بشپړ شي، نو د سوداګرو په سوداګريزو چارو به ښه اغېز ولري.

خو د ګمرک رييس وويل، چې په دې وروستيو کې د (T2) په نامه نوى سيستم د شيرخان بندر کې نصيب شوى دى، چې په څانګو کې د مالي فساد څخه د مخنيوي ترڅنګ، ملي سوداګرو ته هم ښې اسانتياوې رامنځته کوي.

هغه زياته کړه،چې دا سيستم  د سوداګرو د مالونو څرنګوالى، د بار اندازه او نور مشخصات د وارداتو او صادراتو په اړه پلټي، د سوداګرو ګمرکي اسناد په کم وخت کې بشپړ او معلومات يې د هېواد ټولو سرحدي ګمرکونو ته رسوي.

دا سيستم يواځې د پاکستان په پوله په تورخم سرحدي ګمرګ او په شېرخان بندر کې لګېدلي دي.

شېرخان بند د يوه اوږده پول له لارې، چې ٦٧٠ متره وږدوالى او ١١ متره پلنوالى لري، له تاجکستان سره نښلول کېږي.

افغانستان ځينې نور بندرونه هم لري، چې له دې ډلې يې د حيرتان بندر په بلخ ولايت کې د ازبکستان سره په پوله، د اسلام کلا بندر په هرات کې د ترکمنستان و ايران سره په پوله، د فارياب اقينې بندر له ترکمنستان سره په پوله او همدارنګه د کندهار سپين بولدلک او د ننګرهار تورخم بندرونه د پاکستان سره په پوله پراته دي.  دا بندرونه دهېواد د همده عوايدو عمده برخه جوړوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.