ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيداباد ولسوالۍ نړېدلې ودانۍ جوړېږي

د سيداباد ولسوالۍ نړېدلې ودانۍ جوړېږي

author avatar
12 Jan 2014 - 13:19
د سيداباد ولسوالۍ نړېدلې ودانۍ جوړېږي
author avatar
12 Jan 2014 - 13:19

کابل (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي، د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ په ځانمرګي بريد کې  د نړېدلې ودانۍ د بيا جوړېدو تړون د ايساف له ځواکونو سره لاسليک شو.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼى وايي، چې د تړون له مخې به په نږدې پنځه سوه زره امريکايي ډالره دغه ودانۍ له سره جوړه شي.

د نوموړي په وينا، د تړون له مخې به د سولې شورا لپاره هم دفتر جوړيږي، چې تړون يې نن د والي عبدالمجيد خوګياڼي او په ميدان وردګو کې د ايساف ځواکونو د قوماندان جګړن چېن ترمنځ لاسليک شو.

د ايساف ځواکونو قوماندان جګړن چېن وايي، د سيداباد ولسوالۍ د ودانۍ کار به دوه مياشتې وروسته پيل او تر اتو مياشتو به بشپړ شي.

نوموړي له سيمه ييزو چارواکو وغوښتل، چې د کار پر مهال دې ښه څارنه وکړي، تر څو اساسي او بنيادي کار وشي.

شاوخوا يو کال مخکې د سيداباد ولسوالۍ تر څنګ د امريکايي ځواکونو پر پوځي مرکز د موټريز ځانمرګي بريد له امله د ولسوالۍ ودانۍ هم ونړېده، چې تر دې مهاله نه وه رغول شوې.
 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.