ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې غړو د رايې ورکولو مرکزونو د امنيت د ټينګښت راپور ناسم وباله

author avatar
12 Jan 2014 - 17:50
author avatar
12 Jan 2014 - 17:50

 کابل (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٢):  د مشرانو جرګې ځينې غړي، د رايې ورکولو مرکزونو د امنيت د ټينګښت په اړه د امنيتي بنسټونو راپور ناسم بولي او ادعا کوي، چې د رايې ورکولو په پنځوس سلنه مرکزونو کې د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره هم، زمينه نه ده مساعده.

 امنيتي ارګانونو، په ولايتونو کې د امنيتي وضعيت له څېړلو څخه وروسته پرون اعلان وکړ، چې د رايې ورکولو له ټولو ٦٨٤٥ مرکزونو څخه، چې نوملړ يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري ورته سپارل شوى، د ٤١٤ مرکزونو امنيت نه شي ټينګولى.

 د امنيتي ارګانونو په راپور کې ويل شوي، چې د رايې ورکولو د شاوخوا ٩٤ سلنې مرکزونو امنيت به په ټاکنو کې نيول کېږي او په ټاکنو کې به خلکو ته د ښه ګډون زمينه برابره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، دغه ٤١٤ مرکزونه په يوولسو ولايتونو کې موجود دي.

د دغه کمېسيون د دارالانشا مشر ضياءالحق امرخېل وايي، چى دوى ته په وړاندې شوي پلان کې، ياد ٤١٤ مرکزونه په بادغيس، غور، فراه، هلمند، بدخشان، سرپل، پروان، کاپيسا، نورستان، کونړ  او لغمان ولايتونو کې له ګواښ سره مخ دي.

خو د مشرانو جرګې ځينو غړو په نننۍ غونډه کې وويل، چې د رايې ورکولو مرکزونو د امنيت په اړه د امنيتي بنسټونو راپور ناسم دى او د خلکو په سترګو کې د خاور شيندل دي.

 د مشرانو جرګې غړي ګل احمد عظيمي دغه راپور ناسم اوباله او ويې ويل، د افغانستان خلک نه غواړي، چې يواځې د ټاکنو د تر سره کېدو په ورځ دې امنيت خوندي شي او پر سبا دې ګوتې او غوږونه پرې شي او يا دې ووژل شي.

 هغه زياته کړه: ” امنيتي ځواکونو له ٩٣ سلنې څخه د زياتو مرکزونو د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړى، خو زه باور لرم، چې د رڼو او عادلانه ټاکنو د تر سره کولو لپاره ٤٣ سلنه امنيت هم مساعد نه دى.”

 د مشرانو جرګې يوه بل غړي داود حساس وويل، چې د امنيتي بنسټونو راپور د ولايتونو، ولسواليو او کليو له واقعيتونو نه دى چمتو شوى، بلکې له کومې څېړنې پرته په ملي دفاع او يا کورنيو چارو وزارتونو کې چمتو شوى دى.

 ګلالي اکبري هم وويل، چې امنيت د تېرو کلونو په پرتله خراب شوى او که تېرو کلونو کې داسې يو راپور وړاندې شوى واى،نو له واقعيته به لرې نه و، خو له دې وړاندې چې په کومو ولايتونو کې ناامنۍ شتون نه درلود اوس نا امنه شوي او رڼو ټاکنو ته پکې د تر سره کېدو زمينه نه ده مساعده.

 خو د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد عالم ايزديار، چې نن يې د جرګې مشرتوب پر غاړه درلود، وويل: هغه ليست، چې امنيتي بنسټونو د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته سپارلى داسې څرګندوي، چې له شاوخوا اوه زرو مرکزونو څخه د ٤١٤ مرکزونو امنيت نه شي ټينګولى، چې که له دې مخې سره پرتله شي،  نو د ټاکنو د تر سره کېدو په ګټه دى.  

 هغه څرګنده کړه: دا چې د امنيتي بنسټونو راپور تر کومې اندازې سم دى؟ د ملي شورا غړي يې بايد د ټاکنو له خپلواک کمېسيون او امنيتي بنسټونو سره شريک کړي او د امنيتي بنسټونو لپاره بايد واقعيتونه وويل شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.