ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ايران کې د ٤٧٠زره افغان کډوالو کاري وېزې تمديديږي

په ايران کې د ٤٧٠زره افغان کډوالو کاري وېزې تمديديږي

author avatar
12 Jan 2014 - 17:03
په ايران کې د ٤٧٠زره افغان کډوالو کاري وېزې تمديديږي
author avatar
12 Jan 2014 - 17:03

کابل(پژواک ٢٢ مرغومى ٩٢):په ايران کې د مېشتو ٤٧٠ زره افغانانو د کار د وېزې موده د ١٣٩٣ لمريز کال د چنګاښ مياشتې تر پايه غځول کېږي.

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د اطلاعاتو امر امان الله جواد، نن د مرغومي په ٢٢ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو افغانانو د وېزې موده نږدې دوه مياشتې وړاندې پاى ته رسېدلې وه.

هغه وويل، چې په ايران کې يو شمېر نور مېشت افغان کډوال ددې هېواد دکار وېزه لري او له دې ډلې يې ٤٧٠ زره تنه په دې پروسه کې شامل شوي، چې د کار وېزې يې تر لاسه کړې دي.

 نوموړي وويل، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير جماهير انوري په هغه ناسته کې، چې په دې وروستيو کې يې په کابل کې د ايران د کورنيو چارو وزارت د انتظامي او امنيتي مرستيال سره درلوده، د افغان کارګرو د وېزې د مودې غځولو غوښتنه يې کړې وه.

دده په خبره، ايراني چارواکو په دې کتنه کې ژمنه کړې وه، چې ايران ته له ستنېدو سره به د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وړانديز د خپل دولت له چارواکو سره شريک کړي او د عملي کېدو په برخه کې به يې هڅه وکړي.

 جواد زياته کړه، چې تېره ورځ ايراني چارواکو په تهران کې د افغانستان سفارت او ددې وزارت اتشو ته ډاډ ورکړى، چې د ٤٧٠ زره افغان کډوالو دکار وېزو موده يې د ١٣٩٣ لمريز کال د چنګاښ مياشتې تر پايه غځولې ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ايران ددې اقدام هر کلى کړى او ويلي يې دي، چې هڅه کوي، څو د نورو ملي او نړيوالو بنسټونو سره په همکارۍ يې په بهر کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره اسانتياوې او بېرته د خپلې خوښې  او با عزته ستنېدو لپاره ګڼ فرصتونه  رامنځته کړي .

 اوسمهال له شپږو ميليونو زيات افغان کډوال په بهرنيو هېوادونو کې مېشت دي، چې له دې ډلې يې نږدې پنځه ميليونه په پاکستان او ايران کې ژوند کوي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.