کندوز (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٢): په کندوز ولايت کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون د درملو ډېپو اور واخيست.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغې ډېپو تېره شپه اته بجې اور واخيست، خو اطفايې پر وخت ور ولېږل شوې او اور يې په کم وخت کې مړ کړ.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې چې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې وه، چا ته زيان نه دى رسېدلى.
د کندوز د عامې روغتيا روغتون ډاکټر سعد مختار وايي، چې په تازه ډول د بې پولې ډاکټرانو د روغتون په ډېپو کې شپږ لارۍ درمل ځاى پر ځاى شوي وو، خو لا هم څرګنده نه ده، چې د دې درملو څومره برخه له منځته تللې ده.
دا روغتون د کندوز ښار په لومړۍ ناحيه کې واقع دى، چې د جګړې او سوځېدلو ټپيانو درملنه په کې کېږي.
د کندوز د عامې روغتيا رييس وويل، کله چې د کندوز په حوزوي روغتون کې د ناروغانو او ټپيانو د درملنې توان نه وي، نو د درملنې لپاره د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته لېږدول کېږي.
د کندوز د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې د دې اور لګېدنې په اړه ډېر جزئيات د بې پولې ډاکټرانو د روغتون په کار کوونکو پورې اړه لري، چې ډېرى يې بهرني وګړي دي.
ونه توانېدو، چې په دې اړه د بې پولې ډاکټرانو روغتون د چارواکو نظر واخلو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن