کابل ( پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۲ ) : د پښتو ژبې لوی شاعر او د غزل سرلارى استاد محمد صدیق پسرلى د ۸۵ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد.
د سیمییزو ارګانونونو ادارې ویاند تواب غورځنګ د مرغومي په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې استاد محمد صدیق پسرلی له څه مودې راهیسې ناروغه او د هندوستان په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.
هغه زیاته کړه چې استاد پسرلی تیره شپه په یوه روغتون کې د ورپيښې ناروغې له امله په حق رسیدلی دي.
استاد صدیق پسرلی د رمضان خان زوی په ۱۳۰۷ لمریز کال کې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې زېږدلی، د ژوند لومړني څلور کاله یې په خپل زېږنځای کې تېر کړي او وروسته له خپلې کورنۍ سره کندز ولایت ته کډه شوی دی.
اساد پسرلي د کندز په شېر خان لېسه کې تر منځنیو زده کړو ورسته شعر او ادب ته مخه کړه او په دې ډګر کې یې تلپاتې اثار وپنځول.
د کډوالۍ په دیار کې یې د خورو ورو ادبي فعالیتونو د انسجام لپاره افغان ادبي بهیر جوړ کړ او ګڼو ځوانو ادبي استعدادونو ته یې د ودې زمینه برابره کړه.
ارواښاد محمد صدیق پسرلی د ګڼو ادبي خوځښتونو لخوا د غزل د مخکښ او د فکر او اندېشې څښتن شاعر بلل شوی دی. نوموړي په ادب او ژورنالېزم کې د داسې کورنۍ بنیاد کېښود، چې دا مهال یې فکر او فعالیت پر افغان ادب او ژورنالېزم کې خورا د پام وړ دی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د استاد په مړینه د هغه کورنۍ، خپلوانو او خواخوږو ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوي او اروا ته یې په فردوس جنت کې ځای غواړي.
بي بي سي لیکلي چې تر اوسه د استاد پسرلي د شعرونو او كيسو څو ټولګې چاپ او خپرې شوې دي.
لومړنۍ مجموعه يې د كوكچې په نامه په ۱۳۳۰ كال په بدخشان كې چاپ شوې او په همدغه كال يې د يوناني شاعرې بېلټس ترانې هم په نظم وژباړلې، چې د چاپ په گاڼه وپسولل شوې.
څه كم دېرش كاله وروسته، په ۱۳۶۱ كې د پاسني په مستعار نامه د وطن وير په نوم د حماسي او انتقادي شعرونو ټولگه يې چاپ شوه.
كال وروسته يې د ليوني باد په نامه د طنزونو ټولگه خپره شوه.
“داسې هم وو” او “سره غالۍ” په نومونو د لنډو كيسو ټولگې يې د شپېتمو كلونو په اواسطو كې چاپ او خپرې شوې.
بيا يې د نن، پرون او سبا په نامه د څلورنيم سوه بيتونو په شمېر يوه قصيده چاپ شوه.
د شپيتمو كلونو په اواخرو كې د ټاگور گيتانجلي پښتو كړې منظومه ژباړه يې خپره شوه.
په همدغو كلونو كې د “زهرې” په نامه يوه منظومه يې او بيا د پسته اور په نامه د څلورېزو ټولگه يې چاپ او خپره شوه.
تر دې وروسته استاد د گڼو ليكوالو او شاعرانو په غوښتنه د خپلو غزلونو په خپراوي لاس پورې كړ.
لومړى يې ماته شپيلۍ او بيا يې د نى كوڅه چاپ كړه، تېر كال يې لومړى د كوچى ملا په نامه ناول او ورپسې يې د لمركجاوه په نامه د نظمونو كتاب د چاپ په گاڼه وپسولل شول.
Visits: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن