کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٢): د پښتو ادب د ګلبڼ نوميالي اديب او شاعر استاد محمد صديق پسرلي جسد کابل ته راولېږدول شو او جنازه يې سبا په عيدګاه جومات کې ادا کېږي.
نوموړي د دوشنبې په شپه په نوي ډېلي کې په روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۵ کلونو په عمر ساه ورکړه.
د استاد پسرلي زوى اسدالله غضنفر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پسرلي جسد نن سه شنبه (د مرغومي ٢٤مه) د مازيګر په څلورو بجو له نوي ډېلي څخه کابل ته راولېږدول شو او سبا نهه بجې به له سردار محمد داوود خان (څلورسوه بستريز) روغتون څخه د عيدګاه جومات پر لور وخوځول شي.
د هغه په وينا، د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د استاد ګڼ شمېر دوستان هغه ته د درناوي لپاره راغونډ شوي وو.
ده زياته کړه، د نوموړي د جنازې لمونځ سبا (چهارشنبه) سهار لس بجې د عيدګاه په جومات کې ادا کېږي او وروسته به د کابل په شهداء صالحين هديرې کې خاورو ته وسپارل شي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن