کابل (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله شل اووريز نړيوال جام ته د چمتوالي او تمريناتو لپاره سريلانکا ته ځي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملي لوبډله به د راتلونکې سلواغې مياشتې په درېيمه سريلانکا ته روانېږي او نږدې دوه اونۍ به هلته تمريني لوبې ترسره کوي.
هغه زياته کړه، چې د تمريناتو پر مهال به د ملي لوبډلې پاکستانى روزونکى کبير خان، د هندوستان روزونکى امېش پټوال او د سريلانکا روزونکي به له ملي لوبډلې سره مرسته کوي.
هوتک وايي، چې د دغو تمريناتو پر مهال به ياد روزونکي له ملي لوبډلې سره د توپ اچونې، توپ وهنې او ميدان ساتنې (فيلډنګ) په برخو کې کار کوي.
د نوموړي په وينا، له دې تمريناتو او تياريو موخه د کرکټ شل اووريز نړيوال جام ته د ملي لوبډلې تيارول دي، چې ټاکل شوې د فبرورۍ مياشتې په وروستيو کې په بنګله دېش کې پيل شي.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې په دې تمريناتو کې د ملي لوبـډلې د ١٥ لوبغاړو ترڅنګ پنځه نور ريزرف لوبغاړي هم برخه اخلي، څو د اړتيا پر مهال په لوبـډله کې شامل کړاى شي.
فريد هوتک دغه راز وويل، چې له يادو ٢٠ لوبغاړو به د پنځوس اووريزو او شل اووريزو لوبو لپاره بېلابېلې لوبـډلې ټاکل کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د دغه تمريناتي کمپ لپاره د سريلانکا ټاکل يوه ښه پرېکړه بولي او زياتوي چې د سريلانکا هوا او رطوبت د بنګله دېش له هېواد سره ورته والی لری.
هغه زياتوي، ملي لوبډله به وکولى شي ،چې د سريلانکا کرکټ له چاپېريال څخه د بنګله دېش په لور له پوره چمتووالي سره ولاړه شي.
د کرکټ لوبې کارپوه او د لوبه کرکټ کلب مسوول ضراب شاه ظهير د افغانستان د کرکټ بورډ پرېکړه ، چې د ملي لوبـډلې لپاره روزنيز کمپ په سريلانکا کې جوړوي، وستايله.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، دا دوه ګټې لري، يوه دا چې د سريلانکا اب وهوا له بنګله دېش سره ورته والى لري او له دغه روزنيز کمپ څخه به لوبغاړي ډېره ګټه پورته کړي.
د هغه په وينا، بله ګټه به يې دا وي چې د افغانستان او سريلانکا د کرکټ ادارو تر منځ به اړيکې نورې هم پياوړې شي او سريلانکا به په راتلونکي کې د افغانستان له کرکټ سره نوره هم مرسته وکړي.
ظهير وويل، چې په سريلانکا کې د کرکټ ليګونه ډېر دي او افغان لوبغاړي له دغه کمپ څخه په ګټې اخيستنې سره د سريلانکا ليګونو کې د لوبېدو زمينه ترلاسه کړي، چې ورسره به يې هم اقتصاد پياوړى او هم به يې د لوبو تجربې زياتې شي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن