هرات (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي زون پوليسو له يو تن سره ٤٠٠ کيلوګرامه ترياک نيولي دي.
په هرات کې د څلورم سرحدي زون د پوليسو قوماندان جنرال محمد جمعه عادل د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نشه يي توکي يې نن سهار په يو کاماز موټر کې نيولي دي.
د نوموړي په وينا، د کال له پيله سرحدي پوليسو شاوخوا ٢٠٠٠ کيلوګرامه بېلابېل ډول نشه توکي او ورسره قاچاق وړونکي هم نيولي دي.
هغه د نيول شوو قاچاق وړونکو شمېر ونه ښود ، خو زياته يې کړه، چې په دې کې د افغانانو تر څنګ ايرانيان او ان ځينې پوليس سرتېري هم د قاچاق په تور نيول شوي دي.
د جنرال عادل په خبره، له نيول شوي تن څخه پوښتنې پيل شوې دي، تر څو معلومه شي ، چې دغه ترياک يې چېرته وړل.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن