مزارشريف (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): په بلخ ولايت کې د تېر کال په پرتله صنعتي فابريکې دوه برابره ډېرې شوې دي.
د دغه ولايت د سوداګرۍ او صنايع رييس ډاکټر محمدهاشم برنا د مرغومي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې مزارشريف ښار د شمال زون د مرکزي ښار حيثيت خپل کړی او له همدې امله په دغه ځای کې جوړې شوې صنعتي فابرېکې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د بازار د اړتيا له مخې په دغه ښار کې د صنعتي فابريکو شمېر د تېر کال په پرتله له دوه برابره ډېر شوی دی.
ډاکټر برنا وويل: ((د تېر ۱۳۹۱ کال په وروستيو کې په دغه ولايت کې د صنعتي فابريکو شمېر نږدې ۱۵۰ و؛ خو د روان کال تر دې دمه په دغه ولايت کې ۳۸۰ صنعتي فابريکو په کار پيل کړی دی.))
نوموړي زياته کړه، چې د مزارشريف ډېری صنعتي فابريکې د ژوند د اړتياوو لومړني توکي لکه شامپو، د جامومينځلوپوډر، د لوښومينځلو شامپو، غوړي، پلاستيکي کارېدونکي توکي او داسې نور د اړتيا وړ توکي توليدوي.
د هغه په وينا، د يادو فابريکو توليداتو د بلخ ولايت په صادراتو او وارداتو باندې هم په پوره توګه اغېز کړی دی.
د سوداګرۍ او صنايع رييس وويل، چې په تېرو کلونو کې به د حيرتان بندر له لارې نږدې ۳۰۰ واګونه سوداګريز توکي واردېدل؛ خو سږ کال دغه شمېر ۲۰۰ واګونو ته راټيټ شوی دی.
همداراز له بلخ ولايت څخه د حيرتان بندر له لارې د صادراتو کچه د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زياته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ د بلخ سوداګريز رياست په دغه ولايت کې د صنعتي فابريکو لپاره د توليد کيفيت د لوړوالي په موخه پر طرحه باندې کار کوي، چې د راتلونکي کال له وري مياشتې به اعلان او عملي شي.
ډاکټر برنا د حيرتان بندر د وارداتو او صادراتو د ستونزې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د حيرتان بندر د تېرو څو مياشتو د صادارتو او وارداتو ستونزه حل شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه بندر کې دوه سترې ستونزې وې، چې يوه يې د ازبکستان هېواد له خوا رامنځ ته شوې وه، چې هڅه يې کوله، ځينې سوداګر د مافيايي کړۍ په څېر له ځان سره وساتي او يواځې همدوی ته اسانتياوې برابرې کړي.
د هغه په وينا، دويمه ستونزه په حيرتان بندر کې له سوداګرو په قانوني توګه د کمرګي تعرفو اخيستنه وه، چې سوداګرو ته يې په قاچاقي توګه د مالونو د واردولو وخت نه ورکاوه، خو د هېواد په ځينو نورو بندرونو کې سوداګرو د قاچاق يو څه چانس درلود، چې له همدې امله له حيرتان بندره سوداګر نورو بندرونو ته مخه کړه.
د سوداګرۍ او صنايع رييس وويل، چې د همدې ستونزو د حل لپاره د سوداګرۍ او صنايع وزارت جدي هڅې وکړې، ازبکستان ته رسمي سفرونه وشول، چې د سوداګرو د مافيايي کړۍ مخه ونيول شوه.
نوموړی زياته کړه، چې دمګړۍ په منځنۍ کچه هره ورځ د حيرتان بندر له لارې تر ۲۰۰واګونه سوداګريز توکي افغانستان ته را واردېږی.
د هغه په وينا، په دغو مالونو کې ډېر نفتي، خوراکي او ساختماني توکي شامل دي.
همداراز د صادراتو په برخه کې وچه او تازه مېوه، سبزيجات او غالۍ ډېر پيمانه د حيرتان بندر له لارې منځنۍ اسيا ته صادرېږي.
د سوداګرۍ او صنايعو رياست وويل، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله ۱۰ سلنه صادرات زيات شوي ، خو د رېل کرښې د نړيوال کوډ نه لرلو له امله لا هم د حيرتان بندر له لارې صادرات له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د نړيوالو قوانينو له مخې د رېل له لارې له ازبکستان سره د سوداګريزو چارو کوم پرېکړليک نه لرو؛ نو همدا ده چې د رېل له لارې افغانستان ته د صادراتو او وارداتو کوډ نه لرو.))
د هغه په وينا، د يادې ستونزې د حل په موخه يې هم طرحې برابرې کړې او د ولايت مقام او سوداګرۍ وزارت په ګډون يې د ازبکستان هېواد قونسلګرۍ ته هم ورکړې دي، چې ډېر ژر به د يادې ستونزې د حل په موخه عملي ګامونه واخلي.
خو ډاکټر برنا وويل، چې د پول او کښتيو له لارې له حيرتان بندر څخه صادرات او واردات په ښه توګه روان دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن