کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۹۲): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي په ټاکنو کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګډون د افغانستان د امنيت د ټينګښت او سولې د پروسې لپاره ستره لاسته راوړنه بولي.
خو د دې جرګې ځيني غړي وايي، چې حزب اسلامي په افغانستان کې جنايتونه کړي او جنايتکارانو ته بايد په ټاکنو کې د ونډې اخيستو اجازه ورنه کړل شي.
تېره ورځ د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د يوه مکتوب له لارې له خپلو ولايتي مسوولينو غوښتي، چې د راتلونکي وري مياشتې په ١٦مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې برخه واخلي.
د غه راز نن د حزب اسلامي پخواني وياند او په اروپا کې د دغه ګوند د سولې او سياسي چارو د جرګې مشر قريب الرحمن سعيد پژواک ته وويل، چې حزب اسلامي به په نږدې راتلونکي کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له داسې يوه کانديد څخه خپل ملاتړ اعلان کړي، چې د حزب له تګلارې سره موافق وي.
د سعيد په وينا، په ټاکنو کې د برخې اخيستو پرېکړه ځکه شوې، چې د راتلونکو ولايتي شوراګانو او بيا له دې لارې مشرانو جرګې ته د رسېدو په پروسه کې حزب اسلامي مهم رول ولري.
د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې هم په دې اړه بحثونه وشول.
په دې غونډه کې د کونړ استازي رفېع الله حيدري وويل، چې د حکمتيار له دې پرېکړې څخه ځکه ملاتړ کوي، چې دغه کار له افغانستان سره د سولې په راوستو او د امنيت په ټينګښت کې مرسته کولاى شي.
هغه زياته کړه: ((دا يوه پر ځاى پرېکړه ده او موږ يې هرکلى کوو.))
حيدري له طالبانو او نورو وسله ډلو هم غوښتنه وکړه، چې د حزب اسلامي په څېر په ټاکنو کې د ونډې اخيستو پرېکړه وکړي.
په ياده جرګه کې د دايکنډي استازى سيدمحمد ناصري هم ورته نظر لري او وايي، چې د ټاکنو په پروسه کې د حزب اسلامي ګډون د هېواد د پرمختګ او سولې لامل کېږي.
هغه زياته کړه: ((د حزب اسلامي دغه پرېکړه د هېواد د ترقۍ، سولې او امنيت خوا ته مثبت ګام دى.))
ده ټاکنې واک ته د رسېدوغوره لار وبلله او ويې ويل، چې وسله والې ډلې بايد د جګړې پر ځاى د ټاکنو له لارې واک د رسېدو هڅې وکړي.
په ياده جرګه کې د خوست استازي عارف الله پشتون، د پکتيا استازي باز محمد زرمتي، د باميانو استازي محمدامين احمدي، د زابل استازي زلمي زابلي، د نيمروز استازې صالحې مهرزاد، د دايکنډي استازي علي اکبر جمشيدي، د بدخشان استازې ګلالۍ اکبري او ځينو نورو د حزب اسلامي له ياد دريځ څخه ملاتړ وکړ.
خو په ياده جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي وويل، چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې ته بايد په ټاکنو کې د ونډې اخيستو اجازه ورنه کړل شي.
هغه زياته کړه: ((حکمتيار په افغانستان کې خلک وژلي، دغه خبرې يې چې کړې دي، چل او فريب دى او دغه خبرې افغانستان ته د امنيت پر ځاى نا امني راولي.))
په ياده جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن هم ورته نظر درلود او ويې ويل، چې حزب اسلامي په افغانستان کې جنايتونه کړي او جنايتکارانو ته بايد په ټاکنو کې د ونډې اخيستو اجازه ورنه کړل شي.
روشن زياته کړه: ((حزب اسلامي تر اوسه پورې په وژنه، انفجار او انتحار کې لاس لري؛ په ټاکنو کې بايد ونډه ورنه کړل شي… د حزب اسلامي دغه دريځ د افغانستان په ګټه نه دى؛ دلته سياسي او د ډالرو معاملې شوې دي.))
خو په ياده جرګه کې د لوګر استازي صفت الله حقمل بيا د حزب اسلامي له دريځ څخه دفاع کوي او وايي: ((هغه څوک چې په افغانستان کې سوله غواړي او څوک ورته جنايتکاران وايي په خپله جنايتکاران دي.))
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، هم وويل، چې د حزب اسلامي وروستى دريځ د افغانستان د سولې، پرمختګ او امنيت په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده.
د يادونې ده، حزب اسلامي په څو ډلو وېشل شوى، چې يوه يې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ فعاليت کوي او د دې ډلې مرستيال انجنير محمدخان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی مرستيال دی.
د حزب اسلامي بل مهم غړی قطب الدين هلال ولسمشريزو ټاکنو ته خپلواک کانديد دی، د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي تر اوسه له کوم کانديد څخه ملاتړ نه دى اعلان کړى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن