ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سراچې پول د جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
15 Jan 2014 - 16:39
author avatar
15 Jan 2014 - 16:39

 جلال اباد (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٢): د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د سراچې پول د جوړولو چارې د نږدې پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت د مرغومي په ٢٥مه پيل شوې.

 د دغه پول د کار د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين د ملي شورا غړو، ځايي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

 شاوخوا دوه کاله وړاندې د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د سراچې پول د سېلابي اوبو له امله نړېدلى و، د پول له نړېدا وروسته د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو اېس اى اې ډي) په مرسته يو استحکامي پول جوړ شو او موټرو پرې تګ راتګ کاوه.

 د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين وايي، چې پر ياد پول به ٤،٩ ميليونه ډالر لګښت راشي چې د امريکا له لوري ورکول کېږي.

 والي زياتوي ، چې ياد پول به ١٤٠ متره اوږدوالى او لس متره سور ولري ، چې چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.

 هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دا يوه له لويو پروژو څخه ده ، چې په ننګرهار کې پلې کېږي.

 نوموړى وايي، دوى کوښښ کوي په نږدې راتلونکي کې د تورخم- جلال اباد د دويمې لويي لارې د جوړېدو پرانيسته وکړي او همدارانګه هيله من دي چې ډېر ژر به د بهسودو د پول چارې هم پيل شي.

 دى وايي، چې د جندرما او فارم هډې پلونو د بنسټ ډبرې يې هم اېښې وې چې چارې يې پيل شوې او په څومياشتو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

 د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير ګل رسول فقير پژواک اژانس ته وويل، هغه پخوانى د سلګونو زرو ډالرو په ارزښت د استحکامي پول چې دا مهال تړل شوى، هم د دوى په واک کې ورکړل شوى دى.

 دى وايي ، چې دغه پول به د نوي پول له جوړېدو وروسته خلاص کړي او هرکله چې ورته اړتيا شوه نو دوى به ترې ګټه واخلي.

 د جوړوونکي شرکت يوه انجنير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى به ياد پول په اساسي ډول سره جوړوي او له پخواني پول، چې پاکستان هېواد جوړ کړى و په څو چنده به قوي او ټينګ وي.

 هغه زياته کړه: ((د دغه پول ډيزاين په بهر کې شوى، زه په ډاډ سره ويلى شم ، چې د پخواني پول په څو چنده ښه او قوي دى.))

 د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ملک نعمت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد پول په جوړېدو سره به د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د تلونکو ستونزه هواره شي.

 هغه وويل، چې پخوا به کله اوبه راغلې نو له دواړه خواوو موټر به په ډېر ځنډ سره پر استحکامي پول اوښتل خو د دغه پول په جوړېدو به يې ستونزه هواره شي.

 دى وايي، چې وخت ناوخت به له دغه پول څخه څارنه کوي، څو جوړوونکى شرکت يې په کيفيت کې درغلي ونه کړي.

 ياده دې وي چې د سراچې پول د تورخم-جلال اباد يو له هغو لويو پلونو دى چې له تېرو دوو کلونو را په دېخوا وران شوى و.

 

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.