ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وطندار راډيو غيرې اخلاقي خپرونې کوي”

“وطندار راډيو غيرې اخلاقي خپرونې کوي”

author avatar
15 Jan 2014 - 11:00
“وطندار راډيو غيرې اخلاقي خپرونې کوي”
author avatar
15 Jan 2014 - 11:00

جلال اباد (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٢): د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي او چارواکي وايي ، چې د “وطندار” په نوم راډيو غيرې اخلاقي خپرونې د ځوانانو پر راتلونکي بده اغېزه کوي.

دوى وايي، چې له تېر يونيم کال راهيسې ياده راډيو په ننګرهار کې په ډېرو قوي څپو خپرونې کوي، چې ډېرى خپرونې يې غېرې معياري دي او د ځوانانو د بې لارۍ لامل ګرځي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکى حاجي رسول جان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده راډيو په ډېرو غښتلو څپو خپرونې کوي او ټوله ورځ په کې ټيلېفوني پيغامونه خپرېږي.

هغه زياته کړه: ((هلکان په کې نجونو ته جان او قربان وايي، نجونو هلکانو ته زمزمې کوي، عجيبه خبرې په کې روانې وي.))

دى وايي، چې د يادې راډيو خپرونې هېڅ د اورېدو نه دي او ډېرى وخت دغه راډيو د هلکانو او نجونو تر منځ د رابطې پل ګرځېدلى دى.

ليکوال او شاعر سهار ګل اميرزى وايي، چې د يادې راډيو خپرونې يې په خپله تعقيب کړي او په اورېدو يې دى خپله هم شرمېږي.

دى وايي، چې د يادې راډيو مخه بايد د اطلاعات او کولتور رياست په خپله ونيسي، ګني خپرونې به يې ګڼ ځوانان بې لارې کړي.

هغه زياته کړه: ((که د دې راډيو خپرونې واورې، حېران به شې چې دا غرب دى او که افغانستان، په راډيو کې هلکان او نجونې يو بل ته د مينې اظهار کوي.))

نوموړى د اطلاعات او کولتور پر رياست غږ کوي، چې د دې راډيو د خپرونو مخه دې ونيسي او خپل مسووليت دې ادا کړي.

ديني عالم مولوي همت پژواک اژانس ته وويل، چې ياده راډيو د دې پر ځاى چې ټولنيزې خپرونې وکړي؛ عبثيات خپروي او تل يې هڅه دا وي ، چې بې لاري رامنځته کړي.

هغه زياته کړه: ((سندرې خو هسې هم خپروي، خو د نجونو او هلکانو تر منځ يې داسې خبرې سره تبادله کېږي، چې زه سړى يم خو په اورېدو يې شرمېږم.))

نوموړى وايي، چې راډيو په ټولو کورونو کې اورېدل کېږي، بايد خپرونې يې د اسلامي او افغاني اصولو په چوکاټ کې وي.

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي مرستيال پوهنيار سيد سمېع الله سعيدي پژواک اژانس ته وويل، د ژورنالېزم اصول دا نه ايجابوي، چې راډيو داسې خپرونې وکړي، کومې چې د ټولنې ځوان کهول منفي لور ته بيايي.

هغه وايي: ((رسنۍ خبرول کوي، تفريح ورکوي، ښوونه کوي او عامه ذهنيت روښانه کوي، خو له بده مرغه ځينې رسنۍ يوازې تفريحي خپرونې کوي او دا هغه ډول خپرونې دي، چې هېڅ د اورېدو نه دي.))

نوموړى وايي، که چېرې رسنۍ د ژورنالېزم د اصولو او د رسنيو له قوانينو سرغړونه وکړي، بايد د اطلاعات او کولتور رياست يې پر وړاندي جدي اقدام وکړي.

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زيارمل هم مني، چې په ننګرهار کې د وطندار په نوم اېف اېم راډيو غيرې معياري خپرونې لري.

دى زياتوي، چې ياده ستونزه يې د ننګرهار له اطلاعات او کولتور له رييس سره هم شريکه کړې ده.

هغه پژواک ته وويل: ((رښتيا هم ياده راډيو يوه غيرې معياري خپرونې کوي او فحشا ته لمن وهي.))

نوموړي وويل، چې ياده راډيو هېڅ کوم مسلکي کار کوونکي نه لري او يواځې ټيلېفوني پيغامونه پرته له ايډېټ څخه خپرېږي.

ده زياته کړه، چې ياده راډيو د نجونو او هلکانو تر منځ د نامشروع اړيکو د جوړولو يوه ښه وسيله ده.

د مرغومې په ١٩مه پژواک خبري اژانس د يادې راډيو خپرونې وڅارلې، په ياده راډيو کې د ټيلېفوني پيغامونو په نوم يوه خپرونه څو ساعتونه دوام کوي.

په پيغامونو کې يو ځوان ټيلېفون کوي او وايي: (( زه فريد جان، جان، جان دلسوز يم او له ښکلې کامې نه مې درته زنګ وهلى، تخنيکي همکاره، سپېشل سلام تا ته، مينې جل وهلې ته، سيلۍ جانې غمشريک ته او په خاص ډول رڼا جانې ګلالۍ ته او هيله لرم چې زنګ راووهي او يوه ښکلې زمزمه راته وکړي.))

له څو اړيکو وروسته يو ښځينه غږ اورېدل کېږي، له سلام وروسته وايي: ((تخنيکي همکاره زه رڼا ګلالۍ يم او تاسې ته مې له ښکلي همېشه بهاره زحمت درکړى، دلسوز رانه زمزمه غوښتې وه او غواړم ښه په مينه، مينه يې ورته ډالۍ کړم: درته مينت کومه __ ستا محبت کومه

دا لېونى زړه مې په مينه ځان سره که، جانانه، وئ که بې وفا شوم بيا مې مړه که جانانه.))

د ننګرهار د اطلاعات او کولتور رييس اورنګ صميم مني، چې په ننګرهار کې د وطندار په نوم د اېف اېم راډيو خپرونې غېرې معياري او ډېرى وختونه يې په ټيلېفوني پيغامونو تېريږي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ ته هم شکايتونه راغلي وو اول خو د يادې راډيو ادرس موږ ته نه و معلوم، خو چې پيدا مو کړه موږ يې مشر راوغوښت او توصيه مو ورته وکړه.))

اورنګ صميم وايي، له دې وروسته په خپله يادې راډيو ته ورغلى او د راډيو مشر ته يې خبردارى ورکړى دى.

د نوموړي په وينا، دوى به يو ځل بيا هم هڅه وکړي چې د يادې راډيو خپرونې کنټرول او د غيرې معياري خپرونو مخه يې ونيسي.

پژواک هڅه وکړه، چې د يادې راډيو د مسوول نظر هم واخلي، خو ونه توانېد.

ياده دې وي ، چې دا مهال په ننګرهار کې شاوخوا ١٤ اېف اېم خصوصي راډيوګانې او دوه تلويزونونه فعاليت کوي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.