ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د پروان د عملياتو د پلټنو حکم وکړ

ولسمشر د پروان د عملياتو د پلټنو حکم وکړ

author avatar
15 Jan 2014 - 17:18
ولسمشر د پروان د عملياتو د پلټنو حکم وکړ
author avatar
15 Jan 2014 - 17:18

چاريکار ( پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٢ ) : ولسمشر يوه پلاوي ته دنده سپارلې ،چې د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې څېړنه وکړي.

د پروان ولايت چارواکي وايي، چې په سياګرد ولسوالۍ کې د يوې جګړې په ترڅ کې دشپږو ملکي وګړو په ګډون ٢٠ تنه وژل شوي دي.

ددې ولايت مرستيال والي شاه ولي شاهد د مرغومي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې په سياه ګرد ولسوالۍ کې دا جګړه پرون پيل شوې وه او تر نن غرمې پورې يې دوام درلود.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې ١٢ وسله وال طالبان، شپږ ملکي وګړي، يو د ملي اردو سرتېرى او يو د ايساف سرتېرى وژل شوي دي.

ايساف هم نن سهار اعلان وکړ ، چې د افغانستان په ختيـځ کې يې يو سرتېرى له وسله والو سره په يوه مخامخ نښته کې وژل شوى ، خو ځاى يې نه و  په ډاګه کړى.

مرستيال والي وويل ، چې دا جګړه د سياه ګرد ولسوالۍ د وازغر په دره کې ترسره شوې  او د ځايي اوسېدونکو په وينا، کېداى شي د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته وي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، په وژل شويو ملکيانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

شاه ولي شاهد وايي، نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې امريکايي ځواکونه د ملي پوليسو د تجهيز لپاره سيمې ته ورغلي وو او د وسله والو تر بريد لاندې راغلل.

د سيمې يو تن قومي مشر امر ستار پژواک اژانس ته وويل ، چې ملکي وګړي د وازغر په دره کې وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دې عملياتو کې تر ١٥ زيات وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

بلخوا ولسمشر حامد کرزي يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې په دې عملياتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه کره څېړنې وکړي.

د چارو د ادارې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې نن سهار په شپږ نيمو بجو د پروان د سياه ګرد د عملياتو پر مهال د ايساف ځواکونو په هوايي بمبار کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو د استازي عبدالستار خواصي په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارلې، څو دا پېښه سمه وڅيړي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته دې رپوټ ورکړي.

په دې پلاوي کې له اداره امور څخه بريد جنرال انور شاه ابراهيمي ، د ملي دفاع وزارت څخه بريد جنرال دين محمد، له ملي امنيت څخه بريد جنرال فضل النبي حيدري، د کورنيو چارو وزارت له خوا سمونوال عتيق الله شکېب، له سيمه ييزو ارګانونو څخه عبدالحبيب جبار خېل، او له لوى څارنوالۍ څخه صديق الله شامل دي.

د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې په  غوربند دره کې دافغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملياتو کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د عملياتو پر مهال وسلوالو مخالفينو په څو سمتونو کې پر ګډو ځواکونو بريدونه ترسره کړل چې په ځوابي ډزو کې تر لسو زيات وسلوال هم ووژل شول.

ايساف وايي چې د وسلوالو مخالفينو په ډزو کې د ايساف يو سرتېرى هم وژل شوى دى، سرچينه زياتوي چې دا عمليات سيمه له وسله والو څخه د پاکولو په موخه په لاره اچول شوي وو او په دې اړه سيمه ييز چارواکي له پخوا څخه خبر کړى شوي وو.

ايساف په دې عملياتو کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې ده. 

له بلې خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په يادو عملياتو کې د دوى پنځه تنه وژل شوي دي.

خو زياتوي، چې په دې نښته کې يې څلور بهرني او ١٢ داخلي عسکر هم وژلي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.