ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه خاوند خپله مېرمن په تبر ووژله

author avatar
16 Jan 2014 - 12:01
author avatar
16 Jan 2014 - 12:01

تالقان (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٢): په تخار ولايت کې يوه خاوند خپله ښځه په تبر وژلې او څلور تنه نور يې ټپيان کړي دي.

پوليس وايي، چې دا ٢٥ کلنه مېرمن ناز بي بي نومېده او د خپل خاوند حبيب الله له خوا  تېر ماښام د تخار د مرکز تالقانو ښار په باغ ملي ساحه کې وژل شوې ده.

د تخار امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالجليل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوليسو د څېړنو له مخې، حبيب الله پنځه کاله وړاندې خپله خور په بدل کې ورکړې وه او خور يې د خپل خاوند له خوا وژل شوې وه.

هغه زياته کړه، چې حبيب الله د غچ په توګه خپله مېرمن، چې اولاد يې نه درلود د تبر په وسيله وژلې، درې خپلوان او يو ګاونډى يې، چې غوښتل يې د يادې کورنۍ شخړه هواره کړي، ټپيان کړي دي.

اسير وايي، چې قاتل نيول شوى او په دې اړه ترې څېړنې روانې دي.

د تخار ولايت د ښځو چارو رياست دا وژنه په کلکه غندلې او د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا يې د پېښې عامل ته د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

د تخار ولايت د ښځو چارو رييسه رزم ارا‌ء حواش وويل، چې دا ډول تاوتريخوالي د بېوزلۍ، وزګارتيا،  نالوستۍ او له خپلو حقونو د ښځو د نه پوهاوي له امله رامنځته کېږي او اړينه ده، چې عاملان يې سخت مجازات شي.

په روان کال کې دا د ښځو او نجونو نهمه پېښه ده، چې د تخار ولايت د ښځو چارو په رياست کې ثبتېږي.

تېره اونۍ يوه ١٥ کلنه نجلۍ د تالقانو ښار په نهر چمن سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شوه او د پېښې عاملين په تېښته بريالي شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو چارو وزارت  سږ کال  د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاو تريخوالي پېښې د تېر کال په پرتله کمې ګڼلي، خو وايي چې د تاوتريخوالو پېښې ډېرې ناوړه او ټکان ورکوونکې دي.

د هرات په انجيل ولسوالۍ کې د ٣٥ کلنې ستارې د پزې او شنډو پرې کول او د بغلان په مرکز پلخمري کې د يوه خاوند  له خوا په تبر د خپلې مېرمنې وژل، هغه هم له دې امله چې پنځوس افغانۍ يې د خاوند له خوښې پرته مصرف کړې وې، د تاوتريخوالي تر ټولو ناوړه پېښه بلل کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.