ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سياه ګرد په پېښه کې ١٤ عام وګړي وژل شوي

د سياه ګرد په پېښه کې ١٤ عام وګړي وژل شوي

author avatar
17 Jan 2014 - 10:44
د سياه ګرد په پېښه کې ١٤ عام وګړي وژل شوي
author avatar
17 Jan 2014 - 10:44

چاريکار (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٢ ): دولتي پلاوى، چې د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ د پېښې دڅېړلو لپاره ګومارل شوى و، د ملکي تلفاتو شمېره ١٤ تنه اعلان کړه.

 سيمه ييز چارواکي وايي، چې دوه ورځ مخکې وسله والو مخالفينو د سياه ګرد په وازغر سيمه کې له يوه کور څخه پر ايساف او افغان ګډو امنيتي ځواکونو بريد وکړ، چې له امله يې د ايساف او ملي اردو دوه سرتېري ووژل شول.

تر هغه وروسته ګډو ځواکونو د هوايي ځواک پر مټ عمليات وکړل ، شپږ ملکي وګړي او ١٤ وسله وال مخالفين يې ووژل.

خو اوس هغه پلاوى، چې ددغې پېښې د څېړنې په موخه ددولت له خوا ټاکل شوى او له سيمې څخه يې ليدنه کړې، وايي چې په دې پېښه کې ١٤ عام وګړي وژل شوي دي.

د ولسي جرګې وکيل او د ياد پلاوي غړي اقبال ساپي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددوى دپلټنو په ترڅ کې معلومه شوه ، چې په دې پېښه کې څلور تنکي ځوانان، څلور ماشومان، يوه ځوانه نجلۍ، دوه ښځې او درې نارينه وژل شوي دي.

ساپي زياته کړه، چې د پلاوي مشر د ولسي جرګې غړى عبدالستار خواصى دى او د پلاوي غړي د ولسي جرګې درې غړي، ددفاع او کورنيو چارو وزارتونو، څارنوالۍ او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازي دي

هغه وايي، چې پلاوي له سيمې څخه تصويرونه هم اخيستي او د خپلو پلټنو جزئيات به ولسمشر حامدکرزي ته وړاندې کړي.

تر دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي په دې پېښه کې د ملکي تلفاتو په غندلو سره يو پلاوى ټاکلى و، چې په اړه يې جدي پلټنه وکړي.

خو په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په يادو عملياتو کې يواځې دوه عام وګړي وژل شوي دي.

ايساف د عامو وګړو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او زياته کړې يې ده، چې دغه عمليات د يوه پلان له مخې د افغان ملي ځواکونو په مشرۍ ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې دعملياتو موخه په سيمه کې د وسله والو مخالفينو ځپل و، چې په دې وروستيو کې يې په پراخه کچه فعاليتونه ترسره کړل.

ايساف وايي، چې په دې سيمه کې مېشتو وسله والو مخالفينو پر بګرام هوايي ډګر ترسره شوو بريدونو کې هم لاس درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولايت او ولسوالۍ چارواکي لا د مخه د دغو عملياتو په اړه په جريان کې شوي وو.

سرچينې ويلي، چې په سيمه کې مېشتو وسله والو له حقاني سره اړيکې درلودې، چې په کې د پروان لپاره د مخالفينو مرستيال والي قاري نظر ګل هم شامل و.

ايساف زياته کړې، چې د عملياتو پر مهال ګډ ځواکونه د وسله والو تر بريد لاندې راغلل، چې له امله يې د ايساف يو سرتېرى ووژل شو، ګډو ځواکونو ځوابي بريد وکړ ،چې تر ١٠ ډېر وسله وال او دوه عام وګړي ووژل شول.

خو پژواک ته د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په لېږل شوي پيغام کې د ملکي تلفاتو ترڅنګ، ويل شوي ، چې د سياه ګرد په پېښه کې  يې په لسګونو بهرني او کورني سرتېري وژلي او پنځو تنو طالبان هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د يادونې ده، چې ولسمشر کرزي له امريکا سره د امنيتي او دفاعي سند د لاسليک کولو يو مهم شرط دا ښودلى، چې بايد د افغانستان د خلکو پر کورونو د بهرنيو ځواکونو بريدونه بند شي.

 

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.