لښکرګاه (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٢ ): په هلمند ولايت کې له چاودېدونکو توکو څخه ډک يو موټر او يو موټر سايکل کشف او شنډ شوي او په تړاو يې درې تنه نيول شوي.
په کابل کې د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه موټر او موټر سايکل د هلمند مرکز په لښکر ګاه ښار او د ګرشک ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د وسله والو مخالفينو له خوا د ورانکارۍ او ځانمرګو بريدونو په موخه ځای پر ځای شوي وو، چې د ملی امنيت منسوبينو له خوا کشف او شند ګړای شول.
سرچينه وايي، چې همدارنګه د ملی امنيت منسوبينو د بېلابېلو چانيزو عملياتو په ترڅ کې د ګرشک، نهرسراج او مارجې ولسواليو له اړوندو سيمو څخه د مخالفينو له پټنځايونو يو شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.
د سرچينې په وينا، په دغو وسلو او مهماتو کې څلور ميله کلاشينکوفونه، دوه تومانچې، درې ميله يوولس ډزي ټوپک، د توغندي ويشتونکي جوړه شوې يوه دستګاه،، اته کړۍ جوړشوي ماينونه، دوه مخابرې، ٦٠کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، دوه موټرسايکلونه او په سلګونو فيره د ډول ډول وسلو مرمۍ او پوځي تجهيزات شامل دي.
دملي امنيت رياست وايي، چې دغه وسلې او مهمات د ورانکارو کړنو په موخه په نوموړو سيمو کې ساتل کېدې، چې په تړاو يې درې تنه هم نيول شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن