ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافيکي پېښو کې اوه تنه مړه شول

ترافيکي پېښو کې اوه تنه مړه شول

author avatar
18 Jan 2014 - 13:39
ترافيکي پېښو کې اوه تنه مړه شول
author avatar
18 Jan 2014 - 13:39

کابل (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٢): د کابل په شکردرې ولسوالۍ او د فراه په مرکز کې د ترافيکو پېښو له امله ٧ تنه مړه او ٩ نور ټپيان شول.

د شکردرې ولسوال عبدالغياث پتنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او اته نور ټپيان شوي دي.

د ده په وينا، نن سهار د ملي امنيت اړوند کروزين ډوله موټر، چې له کابل څخه پروان ته روان و، د شکردرې ولسوالۍ په “چشمه دوغ ” سيمه کې له دوو موټرو سره، چې له مقابل لوري په حرکت کې وو، وجنګېد.

هغه وويل، چې کروزين لومړى شخصي کرولا او ورپسې شخصي سراچه موټر وهلي دي.

د ده په وينا، په کرولا موټر کې درې تنه ټپيان شوي، په سراچه کې دوه تنه ټپيان او څلور نور مړه دي او په کروزين کې يو تن مړ او درې نور ټپيان دي.

هغه وويل، چې ټپيان د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي او د کروزين موټر له ټپيانو د يوه يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې په کروزين کې سپاره کسان د ملي امنيت کارکوونکي دي او په پېښه کې مړه شوي او ټپيان ټول لويان نارينه دي.

د کابل اېمرجنسي روغتون چارواکي وايي، چې د دې پېښې ټپيان دغه روغتون ته نه دي وروړل شوي او د وزيراکبرخان د روغتون يوې سرچينې بيا وويل، چې د يادې پېښې دوه ټپيان ور وړل شوي و، خو بېرته له دغه روغتون څخه ولېږدول شول.

د احمدشهاب رامين په نوم عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کروزين موټر له دې امله له کڼترول څخه ووت او ياد دوه نور موټر يې ووهل، چې سړک کنګل شوى و.

هغه وويل، چې ده له موټرو د پنځو تنو مړو په را ايستلو کې مرسته وکړه، خو وروسته له سيمې څخه وخوځېد او د پېښې د ټپيانو کره شمېر ورته معلومه نه شو.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د ملي امنيت رياست نظر هم ولرو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د يو بل خبر له مخې، د فراه د مرکز اړوند په “دهک” سيمه کې د دوو موټرسايکلونو د ټکر له امله دوه تنه مړه شوي او يو ټپي دى.

د فراه د ترافيکو مدير محمد اصف پژواک ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه ٧ بجې رامنځته شوه.

د فراه د ولايتي روغتون مشر ډاکټر عبدالحکيم رسولي وايي، چې د پېښې مړي او ټپي شوى کس دې روغتون ته وروړل شوي او د ټپي روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.