کابل (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٢): د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون شوې، خو د دوى سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو د دې چاودنې د مسووليت اخيستو تر څنګ بهرنيو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې په دې چاودنه کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن