ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: تر څو چې امريکا شرايط ونه مني امنيتي تړون به لاسليک نه کړي

کرزى: تر څو چې امريکا شرايط ونه مني امنيتي تړون به لاسليک نه کړي

author avatar
19 Jan 2014 - 19:13
کرزى: تر څو چې امريکا شرايط ونه مني امنيتي تړون به لاسليک نه کړي
author avatar
19 Jan 2014 - 19:13

کابل ( پژواک،٢٩ مرغومى ٩٢):د ولسمشر د وروستي حکم له مخې د پروان د سياه ګرد د پېښې د څېړنې لپاره ليږل شوي پلاوي د خپلو ليدنو راپور امنيت شورا ته وړاندې کړ.

 د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د پلاوي د څېړنو او کتنو له مخې د سياه ګرد په وازغر دره کې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې ١٢ کسه ملکي وګړي وژل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي او د پلاوي مشر عبدالستار خواصي د خپلو ليدنو د راپور په ترڅ کې له مل پلاوي سره د سيمې د خلکو په غونډه کې ګډون وکړ او د زيانمن شويو کورنيوته يې د ولسمشر تسليت وړاندې کړ.

په دې ګزارش کې راغلى، چې د سپېشل فورس تر عملياتو مخکې د ولسوالۍ چارواکي نه و خبر او هم د پروان له چارواکو سره په دې اړه همغږي نه وه شوې.

 پلاوي په دې راپور کې غوښتنه کړې، چې د پېښې له زيانمن شويو کورنيو سره دې مالي مرسته وشي.

 ولسمشر د دې راپور له اوريدو وروسته يو ځل بيا په کابل کې وروستى ځانمرګي بريد او په پروان کې پر ملکي خلکو امريکايي بمباري په کلکه وغندله او زياته يې کړه، چې افغانان له ترهګرو سره د مبارزې په نوم جګړه کې او ترهګر يې په افغانستان کې د بهرنيانو د موجوديت په نامه وژني.

 ولسمشر زياته کړه، تر څو چې خپلسري عمليات ونه درول شي او امريکا عملي اقدمات نه وي کړي د مخکې شرط په توګه به له امريکا سره دفاعي او امنيتي تړون  لاسليک نه کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.