ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماين چاودنې دوه ماشومان ووژل

author avatar
20 Jan 2014 - 16:48
author avatar
20 Jan 2014 - 16:48

کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي، د ميدان وردګو  په جلريز ولسوالۍ کې ماين چاودنې دوه ماشومان وژلي، بلخوا درې تنه شکمن او يو غل امنيتي ځواکونو نيولي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پېښه پرون مازديګر د جلرېز ولسوالۍ په مامکۍ سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

 د نوموړي په وينا، دغه ماشومانو د اتو او لسو کلونو تر منځ عمرونه لرل.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دې اخيستى.

 خوګياڼى زياتوي، نن امنيتي ځواکونو د سيداباد د اميرکلا په سيمه کې د عملياتو پر مهال درې تنه نيولي او دغه راز د عطاالرحمن په نوم يو تن چې له کندهاره يې کرولا موټر را غلا کړى و او غوښتل يې کابل ته يې انتقال کړي د پوليسو له لوري په ميدانښار کې نيول شوى دى.

 د هغه په خبره، له نيول شوو کسانو پوښتنې او ګروېږنې پيل شوې دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.