اسلام اباد (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): د پاکستان په پنجاب ايالت کې د ځانمرګي بريد له امله د اتو سرتېرو په ګډون ١٣ تنه وژل شوي او ٢٩ نور ټپيان دي.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې (اى ايس پي ار) له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا اتو بجو د پينډۍ ښار يوه پوځي مرکز ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، په دې پېښه کې اته امنيتي ځواکونه، درې ماشومان او دوه عام وګړي وژل شوي او ٢٩ نور ټپيان دي.
د پينډۍ ښار د انتظاميې مشر ساجد ظفر وايي، ځانمرګى بريدکوونکى پر بايسکل سپور و او لس کيلو چاودېدونکي توکي يې په کې ځاى پر ځاى کړي وو.
د هغه په وينا، ټپيان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو د لسو تنو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د پاکستان د طالبانو تحريک د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د يادونې ده، چې پرون هم د پاکستان په بنو ښار کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې د پوځ شل سرتېري وژل شوي او همدومره نور ټپيان وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن