ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښرنې ته ملکي الوتنې پيل شوې

ښرنې ته ملکي الوتنې پيل شوې

author avatar
20 Jan 2014 - 13:53
ښرنې ته ملکي الوتنې پيل شوې
author avatar
20 Jan 2014 - 13:53

ښرنه (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ملکي هوايي ډاګر له پرانيستل کېدو سره سم دغه ولايت ته ملکي الوتنې پيل شوې.

د پکتيکا والي محب الله صميم د ښرنې د هوايي ډګر پرانيسته د سيمې لپاره لوى پرمختګ او لاسته راوړنه بولي.

والي زياتوي، دغه هوايي ډګر ايساف د خپلو الوتنو لپاره جوړ کړى و، خو اوس چې هغوى  سيمه پرېښوده، د پکتيکا خلک به د ملکي الوتنو لپاره ترې کار واخلي.

صميم پژواک خبري اژانس ته وويل، د پکتيکا د هوايي ډګر له پرانيستې سره به د دغه ولايت د مسافرو او سوداګرو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او افق شرق شرکت به په اونۍ کې يو ځل الوتنه کوي.

دغه هوايي ډګر پرون پرانيستل شو، چارواکي وايي،  په راتلونکي کې به په هوايي ډګر کې د مسافرو لپاره نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.

د سيمې اوسېدونکي هم د هوايي ډګر د پرانيستې هرکلى کوي او زياتوي، چې د پکتيکا د مسافرو او سوداګرو لپاره به ډېرې اسانتياوې رامنځته شي او د خلکو اقتصاد به ورسره وغوړېږي.

د ښرنې يو تن اوسېدونکى مولوى معصوم چې د هوايي ډګر پرانيستې ته ورغلى و ، پژواک خبري اژانس ته وويل، د هوايي ډګر له پرانيستلو سره به دغه ولايت ته د چارواکو پاملرنه زياته شي.

نوموړى وايي، د دغه ولايت ډېر کسان په عربي هېوادونو او هند کې اوسيږي، چې د هوايي ډګر له پرانيستلوسره به يې په تګ راتګ کې اسانتيا رامنځ ته شي.

د ده په وينا، اوس لويې لارې نا امنه دي، ډېرى خلک غواړي، چې امن سفر وکړي، نو د الوتکې له لارې سفر به د هر چا لپاره خوندي لاره شي.

دغه هوايي ډګر د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار سوېل ختيځ ته په درې کيلومترۍ کې موقعيت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې د غزني هوايي ډګر  هم پرانيستل شو او دغه راز تېره اونۍ د خوست له هوايي ډګره هم ملکي الوتنې پيل شوې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.