ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کران و منجان کې طالبان نه شته

په کران و منجان کې طالبان نه شته

author avatar
21 Jan 2014 - 11:46
په کران و منجان کې طالبان نه شته
author avatar
21 Jan 2014 - 11:46

فيض اباد (پژواک، د سلواغۍ لومړۍ نېټه ٩٢): ځايي چارواکو د بدخشان ولايت په کران و منجان ولسوالۍ کې د طالبانو د شتون خبره رد کړه او وايي، چې هلته نا قانونه وسله وال فعاليت لري او د لاجوردو کان ځينې برخې يې لا هم په واک کې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا وکړه، چې قوماندانانو او په دولت پورې تړلو کسانو په شخصي ډول د کران و منجان د لاجورد له کان څخه استفاده کوله او دغه کان د طالبانو لاسته لوېدلى دى.

د طالب وياند له خوا پژواک ته په يوه استول شوي برېښناليک کې ويل شوي، چې د لاجوردو کان د پوليسو ساتونکې قطعې ٤٤ کسان له دوى سره بنديان او شپږ نور ټپيان شوي دي.

خو د بدخشان مرستيال والي ګل محمد بيدار پژواک ته وويل، چې د کران ومنجان د لاجوردو کان په ساحه کې هېڅ طالبان نه شته او د ساتونکې قطعې هېڅ کوم ساتونکى چا له ځان سره نه دى بيولى.

هغه زياته کړه، په هغې ساحه کې نا قانونه وسله وال ژوند کوي او له تېرو څو کلونو راهيسې خپل ځان د لاجوردو د کان د امتياز مستحق ګڼي او همدا اوس هم د کان پنځوس سلنه برخه د هغوى په واک کې ده.

د دغه کان قرارداد پخوا له يوې افغاني کمپنۍ سره شوى و.

ځايي چارواکو دوه ورځې وړاندې خبر ورکړى و، چې نا قانونه وسله والو د لاجوردو په کان بريد کړى او يوه برخه يې تر واک لاندې راوستې. دوى ويلي وو، چې يادو کسانو د کان له ساتونکو سره تر شخړې وروسته کمين نيولى او تر اوسه يې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.

د بدخشان مرستيال وايي، چې د بدخشان د والي شاه ولي الله اديب په مشرۍ يو پلاوى د کران و منجان ولسوالۍ تر ليدو وروسته بېرته فيض اباد ته راغلى او ټاکل شوې، چې نن د ولايتي شورا له غړو او مخورو مشرانو سره په لاجوردو کان کې د رامنځته شوې ستونزې په اړه خبرې وکړې او کان په سوله ييز ډول د عامه ساتنې قطعې ته وسپاري.

هغه زياته کړه، پلاوى هڅه کوي، چې د دې ستونزې حل لاره پيدا او دا شخړه پاى ته ورسوي، څو په کان کې د ملکي خلکو له وژنې مخنيوى وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشرۍ رياست يو پلاوى وګوماره، چې له والي، ولايتي شورا، ديني عالمانو، مشرانو او ځايي مخورو سره په کران و منجان ولسوالۍ کې د پيدا شوې ستونزې بنسټيز عوامل او انګېزه پيدا او د خپلو عملي اقداماتو په اړه ولسمشرۍ رياست ته خپل راپور وړاندې کړي.

د چارو ادارې د امنيت او دفاع ادارې مرستيال تورن جنرال سيد رحيم سعيد د پلاوي مشري پر غاړه لري او د پلاوي په ترکيب کې د دفاع وزارت، لويې څارنوالۍ، د ملي امنيت عمومي رياست او سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازي شامل دي.

د بدخشان چارواکو ويلي دي، چې د لاجوردو په ګډون د کانونو عوايد په ٢٠١٣ ميلادي کال کې ٢٩ ميليون افغانيو ته رسېدل او د ډېرښت يو عامل يې هم د کانونو د خپلسرو کيندنو مخنيوى و، په داسې حال کې، چې د تېر کال عوايد بيا ١١ ميليونو افغانيو پورې وو.

د بدخشان لاجوردو کان د نړۍ په کچه غوره کيفيت لري، په ټولو زېرمو کې يې شته لاجورد ١٢٩٠ټنو ته رسېږي، چې له دې ډلې يواځې د بدخشان په سرسنګ سيمه کې ١٤١ ټنه لومړۍ درجه او ١١ ميليونه دويمه درجه لاجورد تثبيت شوي دي.

 

لاجورد د ګران بيه او زينتي ډبرو له ډلې څخه دي، چې د زيوراتو په غميو او د کورونو په ښکلا کې ترې کار اخيستل کېږي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.