ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسيا کپ او شل اووريز نړيوال جام سياليو ته کرکټ لوبـډله اعلان شوه

author avatar
22 Jan 2014 - 16:22
author avatar
22 Jan 2014 - 16:22

کابل (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د افغانستان کرکټ بورډ اسيا کپ او شل اووريز نړيوال جام لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لوبډله د ټاکنيز کمېسيون له خوا د لوبغاړو وړتياوو ته په کتلو سره ټاکلې ده.

هغه زياته کړه، چې لوبډله به سبا ته سريلانکا ته روانېږي چېرته به چې د ملي، هندي او سريلانکايي روزونکو له خوا د يوې مياشتې لپاره روزنه ترلاسه کوي.

د نوموړي په وينا، په سريلانکا کې به له يوې مياشتې روزنې او تمريناتو وروسته به د اسيا کپ او شل اووريز نړيوال جام لپاره د کرکټ ١٥ کسيزه ملي لوبـډله  اعلان شي.

فريد هوتک زياتوي، چې د فبرورۍ په ٢٥مه (د کب ٦مه) په بنګله دېش کې د کرکټ د لومړۍ درجې هېوادونو اسيا کپ سيالۍ په لاره اچول کېږي، چې افغانستان هم په کې ډون کوي.

د هغه په وينا، چې دغه راز د ٢٠١٤ کال د مارچ له ٩ مې څخه د اپرېل تر ٥ مې په بنګله دېش کې د کرکټ  ٢٠ اووريز نړيوال جام سيالۍ ترسره کېږي.

د کرکټ ملي لوبډلې لپاره اعلان شوې شل کسيزه ډله په لاندې ډول ده.

 محمد نبي (لوبـډلمشر) محمد شهزاد (مرستيال لوبـډل مشر) نوروز منګل، محمد اصغر ستانکزى، جاوېد احمدی،  کريم صادق، محب الله اورياخېل،  سميع الله شينواری،  ګلبدين نايب، ميرويس اشرف،  نجيب الله ځدران،  نجيب ترکی، حميد حسن، شاپور ځدران، دولت ځدران،  نور علي ځدران،  عزت الله دولتزی، افتاب عالم، حمزه هوتک او رحمت شاه زرمتی.

 

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.